د آلمان د ۲۰۲۵م کال ټاکنې: صدراعظمۍ څوکۍ ته څوک کانديد دي؟
په آلمان کې د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ پر ۲۳مه د کیدونکو عمومي ټاکنو تر مخه مخکښو ګوندونو د صدراعظم د څوکۍ له پاره د خپلو کانديدانو نومونه نهايي کړي دي. دا چې کوم ګوند څوک د نوماند په توګه غوره کړی، دلته یې کتلی شئ:
اولاف شولڅ، سوسيال ديموکرات ګوند
د سوسيال ديموکرات ګوند څخه اولاف شولڅ، چې برحاله صدراعظم دی، پر ځان یې باور نه دی کم شوی. نوموړي خپل حقوقي شرکت درلود او بيا د څو لسیزو په اوږده سياسي سفر کې د هامبورګ د حکومتي څوکیو په ګډون په فدرالی کچه د کار او د خزانې د وزير په توګه یې دندې ترسره کړي او د آلمان د صدراعظم تر ټولو مهمې څوکۍ ته رسېدلی دی. خو هغه د عامه نظر پوښتنو په حواله په خلکو کې ډېر محبوبيت نه لري.
فريډرش میرڅ، مسيحي ديموکرات ګوند
محافظه پال سياستوال فريدرش میرڅ، په تېرو پنځوسو کلونو کې د آلمان د صدراعظمۍ څوکۍ له پاره تر ټولو د ډېر عمر لرونکی کانديد دی. د آلمان د لوېديځ زاورلند سره تړاو لرونکی دا کاتوليک مذهبه او د کاروباري چارو وکيل په شخصي شرکتونو کې د دندې اوږده سابقه لري چې د شتمنيو د تنظيم په اړه د نړۍ د تر ټولو ستر شرکت بلېک روک سره یې دنده هم پکې شامله ده.
روبرت هابيک، زرغون ګوند
هابيک د زرغون ګوند سره تړاو لرونکی سياستوال چې د يوه عوامي شخصيت په سترګه ورته کتل کيږي. نوموړی د خپلو سهوو منل هیڅ عيب نه ګڼي. نوموړی سیاست ته تر راتلو د مخه يو ليکوال او ترجمان وو.
اليس واېډل، د آلمان له پاره بديل ګوند
په آلمان کې د ډېر ښی اړخه «آلمان له پاره بديل» يا اې اف ډي ګوند شريکې مشرې اليس واېډل، د اقتصاد په برخه کې دوکتورا لري. هغې په چين کې د دندې ترسره کولو سره سره زده کړې هم کړي د يورو او ناټو په اړه تل شکونه لري. واېډل د پاروونکو او د مهاجرو پر ضد د تندو بیانيو له پاره شهرت لري.
کرستيان ليندرنر، لیبرال ديموکرات ګوند
د آلمان د خزانې پخواني وزیر کرستيان لېندرنر، د سياسي علمونو په برخه کې لوړې زده کړې کړي، د سوداګریزو اعلاناتو د خپل کوچني شرکت بنسټ یې ايښی او د آلمان د هوايي ځواک د ذخیرې يو افسر هم دی. هغه د ۳۴ کلونو په عمر د خپل ليبرال ديموکرات ګوند مشر شو او تر اوسه یې مشري پر غاړه لري.
زارا واګن کنیخت، بي اس دبليو
واګن کنيخت، د کیڼ اړخه ګوند يوه پخوانۍ مخکښه غړې وه. هغه تل په بحثونو کې د میلمنې په توګه ګډون کوي او د پاپوليستي بيانیو هنر یې زده دی. هغه د محافظه پال ټولنیز او د کیڼ اړخه اقتصادي سیاست ترڅنګ د کډوالو مخالف دريځونو څخه هم ملاتړ کوي. د نوموړې د «اليینس زارا واګن کنيخت» په نامه ګوند په بشپړه توګه د هغې تر کنترول دی.
ژان فان آکن، کيڼ اړخه ګوند
فان آکن، په لوېديځ آلمان کې زيږېدلی او د بيولوژي په برخه کې یې لوړې زده کړې کړي دي. نوموړي له ۲۰۰۴م څخه تر ۲۰۰۶م کال پورې د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي وسلو د څارونکي په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې د آلمان په بندستاګ يا پارلمان کې د کيڼ اړخه ګوند استازی وو. هغه د دې ګوند شريک مشر هم وو او په راتلونکو ټاکنو کې به د خپل ګوند له پاره مبارزه وکړي.