شمالي کوریا د بایدن د حکومت پر«دښمنانه سیاست» انتقاد کړی
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۲, یکشنبهد شمالي کوریا خارجه وزارت نن یکشنبه (د می میاشتي دوهمه) د دغه هیواد پرضد د جوبایدن او امریکا د ځینو مقاماتو پر وروستیو اظهاراتو باندي سخت انتقاد وکړ.
د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د خارجه وزارت د یوه ویاند په حواله ویلي، چي د جوبایدن او امریکا د ځینو مقاماتو اظهارات ښکاره کوي، چي د امریکا جمهوررئیس دي د شمالي کوریا پر ضد دښمنانه سیاست پرمخ بوزي. د ویاند په خبره شمالي کوریا به د دغه ډول یوه سیاست په مقابل کي«مناسب جواب»ورکړي.
د شمالي کوریا د خارجه وزارت په یوه اعلامیه کي، کومه چي د امریکا متحده ایالاتو د دغو اظهاراتو په عکس العمل کي نشر سوې ده، راغلي دي:« په شمالي کوریا کي د بشر د حقوقو د وضعیت څخه د امریکا د حکومت انتقاد د دغه هیواد د رهبر کیم جونګ اون د حیثیت او کرامت توهین دی او دا ښکاره کوي، چي امریکا د یوې هراړخیزي مقابلې او کشمکشونو دپاره ځان اماده کوي.»
اعلاميې د امریکا په کانګرس کي د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په باب د بایدن اظهارات د « نه زغم وړ» او یوه « لویه رسوايي» بللې ده.
جوباید څه وخت مخکي د شمالي کوریا اټومي پروګرام د «جهاني امنیت دپاره جدي تهدید» بللی ؤ او سپیني ماڼۍ هم ویلي وه، چي بایدن نیت لري، د شمالي کوریا په مقابل کي یوه« محاسبه سوې کړنلاره» پر مخ بوزي.
د شمالي کوریا خارجه وزیر، کوان یونګ ګون د جوباید اظهارات یوه «سخته اشتباه» بللې او ویلي، چي دغه هیواد هم مجبوره دی متقابل اقدامات تر سره کړي، چي د «وخت په تیریدو سره به امریکا د یوه ډیر جدي حالت سره مخامخ سي.» هغه د اټومي وسلو د تولید په برخه کي کوښښونه د « خپل حق څخه د دفاع په لار کي یو ګام وباله».
د امریکا د جمهوري ریاست دفتر د تیري جمعې په ورځ اعلان وکړ، چي د شمالي کوریا په مقابل کي یې د امریکا د سیاست څو میاشتنۍ برسي او ارزیابي پایته رسولې ده.
د سپیني ماڼۍ په حواله امریکا نیت لري د «ډیپلوماسۍ او بیرولو» د یوه ترکیبي سیاست د لاري شمالي کوریا د اټومي او بالاستیکي توغندیو د پروګرام بندیدو ته مجبوره کړی.
آ./م.ق./ا.ا.