1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو عمومي منشي پر طالبانو باندي سخت تورونه لګولي دي

۱۳۹۹ بهمن ۲۶, یکشنبه

د ناټو عمومي منشي، ستولتنبرګ یوې المانۍ ورځپاڼي ته ویلي چي طالبان باید خپلي ژمني عملي، تشدد راکم او د ترهګرو ډلو سره خپل ارتباطات قطع کړي. د هغه په خبره طالبانو برعکس د زورزیاتي پیښو ته لا زور ورکړی.

https://p.dw.com/p/3pKvV
Brüssel NATO-Generalsekretär Jens Stoltenberg
انځور: Francisco Seco/Pool/AP/picture alliance

د ناټو عمومي منشي، یېنس ستولتنبرګ دغه خبره آلمانۍ ورځپاڼي (ویلټ ام زونټاګ) ته د راتلونکې چهارشنبه په ورځ (د فبرورۍ ۱۷ مه) د دغه اتحاد د دفاع وزیرانو د مشورتي جلسې تر شروع کیدو دمخه کړې او پر طالبانو باندي یې سخت تورونه لګولي دي.

د هغه په خبره طالبانو تشدد لا ډیر کړی او تر ټولو دمخه پر ډاکترانو، قاضیانو او ژورنالسټانو باندي حملې کوي. ستولتنبرګ یادي آلمانۍ ورځپاڼي ته همدارنګه ویلي: «یو سیاسي حل یوازنۍ لار ده، چي په افغانستان کي جنګونه خاتمه پیدا کړي.» دا چي ناټو په افغانستان کي هرمسیر طی کوي، خو «باید د دې غم هم وخوري چي دغه هیواد بیا د ترهګرانو په اډې باندي تبدیل سي.»

هغه دا هم ویلي دي چي د ناټو هیڅ هیواد نه غواړي، هلته تر لازم وخت اضافه پاته سي. اوس نو دوه امکانه پاته دي: «موږ کولای سو په افغانستان کي پاته سو او خپلو نظامي فعالیتونو ته ادمه ورکړو او یا دا چي د هغه څخه ووځو او پدې ډول دا ریسک قبول کړو، چي دغه هیواد د افراطیانو په یوې اطمیناني اډې باندي تبدیل سي.» د هغه په خبره طبعأ دا «کوم اسانه انتخاب ندی.»

په همدې حال کي د ناټو غړو هیوادو ډیرو لوړ رتبه ډیپلوماټانو همدغي ورځپاڼي ته ویلي دي: دا «تقریبأ اطمیناني» خبره ده، چي ناټو به د اپریل تر ۳۰ مي وروسته هم په افغانستان کي پاته سي.

Afghanistan US-Truppen
انځور: picture-alliance/Getty Images/T. Watkins

د دوی په خبره د هغه دلیل د سولي د خبرو په ټپه دریدل، د ۳۵۰ زرو افغان امنیتي ځواکونو خرابه او نیمګړې روزنه، د نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د ارتباطاتو ساتل او د ولسي کسانو په مقابل کي د طالبانو دوامداره تشدد. خو د راتلونکي چهارشنبې په ورځ د دفاع د وزیرانو د غونډي څخه د یوه تصمیم نیولو انتظار لا نه کیږي.

د بلي خوا بیا طالبانو پرون د شنبه په ورځ (د فبرورۍ ۱۴ مه) ناټو ته اخطار ورکړ، چي «د جنګ او اشغال ادامه» د ناټو غړو هیوادو او ولس په ګټه نده. هغوی ویلي، چي د ناټو هر هیواد چي په افغانستان کي د پاته کیدو کوښښ کوي، هغوی به د دې عمل جواب ورکړي.

باید وویل سي، چي آلماني پوځ په شمال کي د پنځو ناټو غړو هیوادونو د ساحې مسؤلیت پر غاړه لري او تر امریکايي قواوو وروسته دوهم ستر پوځي قوت جوړوي.