1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو غواړي يو «اټومي اتحاد» لا پاته سي

۱۳۹۹ آذر ۲۶, چهارشنبه

د ناټو غړو هيوادونو د ملګرو ملتونو پر هغه تړون باندي انتقاد کړی دی چي پتېيل سوې ده د اټومي وسلو د منع کولو په اړه به ډير ژر نافذ سي. دغه تړون د اټومي بې وسلې کولو په اړه تير نړيوال کمپاين ته ورګرځي.

https://p.dw.com/p/3mnAe
Nato-Hauptquartier in Brüssel
انځور: Imago Images/photothek/T. Trutschel

د ناټو د غړو هيوادونو له خوا په يوه ګډه اعلاميه کي راغلي دي چي، د اټومي وسلو د منع کولو په هکله د ملګرو ملتونو تړون له سخت چیلينج سره مخامخ نړيوال امنيتي چاپيريال نه منعکسوي او همدارنګه دغه تړون د هستوي وسلو د نه پراخيدو سره په تضاد کي دی. ځکه نو د ياد تړون پر ردولو باندي ټينګار کيږي.

دغه تړون په ژنيو کي د اټومي بې وسلې کولو په اړه نړيوال کمپاين (ICAN ) ته ورګرځي. دغه کمپاين د ۲۰۱۷م کال په جولای مياشت کي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له خوا د ۱۲۲ هيوادونو په رايه ورکولو سره تصويب سو.

تر اوسه پوري څه د پاسه ۸۰ هيوادونه د نوموړي تړون غړي سوي دي. د بې وسلو کولو دغه کمپاين په ۲۰۱۷م کال کي لا د سولي د نوبل جايزه ترلاسه کړه.

د هندوراس په لاسليک سره د هغه پيل

پس له هغه چي هندوراس هم د پنځوسم هيواد په توگه دغه تړون په اکتوبر مياشت کي امضأ کړ، نو کيدای سي هغه د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ مياشتي پر ۲۲ نېټه نافذ سي.

دغه تړون چي پر بين المللي قوانينو ولاړ دی، لاسليک کوونکي هيوادونه په دې مکلف کيږي چي هيڅکله اټومي وسلو ته وده ور نه کړي، په هيڅ صورت هغه توليد نه کړي، په اختيار کي يې و نه لري او يا يې هم ذخيره نه کړي.

د ناټو غړي هيوادونه دا ټينګار هم کوي چي بې اټومي وسلو نړۍ د هدف ملاتړ کوي، خو په اعلاميه کي زياته سوې چي د اټومي بې وسلو کولو يوه اعتمادي لار د هستوي وسلو د نه خپرولو په هکله تړون(NVV) دی.

اعلاميه همدارنګه ليکي، مګر د ملګرو ملتونو له خوا د اټومي وسلو د منع کيدو تړون د ښکاره او روښانه تائيد سوي ميکانيزم درلودونکی نه دی. سربيره پر دې هغه د هيڅ داسي هيواد له خوا نه دی لاسليک سوی چي اټومي وسلې په اختيار کي لري. تر هغو پوري چي اټومي وسلې موجودي وي، ناټو به يو اټومي اتحاد پاته وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب