1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کي د ناټو بیره او هیلي

۱۳۹۹ آبان ۱, پنجشنبه

د ناټو ځيني غړي د ترمپ د ولسمشرۍ دوره تر ټولو تیاره دوره بولي. ځکه نو هغوی د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته سترګي نیولي دي. د ترمپ بیا انتخاب حتی کيدای سي د ناټو تړون د پاشل کیدو سبب سي.

https://p.dw.com/p/3kH6d
Kroatien Zagreb | NATO Generalsekretär Jens Stoltenberg
انځور: Denis Lovrovic/AFP

د شمالي اتلانتیک د نظامي اتحاد یا ناټو د غړو هیوادونو د وزیرانو غونډه نن پنجشنبه د انټرنیت له لاري جوړیږي. په اول سر کي هر څه عادي ښکاري.

د امریکا د دفاع وزیر مارک سپیر او د ناټو د نورو ۲۹ غړو هیوادونو ددفاع وزیران سره راټولیږي، تر څو د روسیې په اړه د خپل سیاست د همږغه کولو او په افغانستان او عراق کي د ناټو د غړو هیوادونو د پوځي ماموریت د دوام په هکله پریکړه وکړي.

خو دا یوازي د قضیې ظاهري برخه ده. د ناټو غړي هیوادونه خپلي هیلي په دې پوري تړلي دي، چي دغه غونډه د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ په دوره کي د امریکا د دفاع له وزیر سره وروستۍ ګډه غونډه وي.

ناټو او دوې ممکنه سناریوګاني

د ناټو تړون پر وړاندي دوې سناریوګاني موجودي دي: د امریکا د نوومبر پر دریمه ولسمشرۍ انتخاباتو کي د جوبایدن بری او یا هم د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ دوهمه دوره. همدا موضوع د ناټو د غړو هیوادونو د بیري او هیله مندي سبب سوې ده.

که لومړۍ سناریو رامنځته سي نو د ترمپ څلور کلنه دوره به د ناټو تړون په ۷۰ کلن تاریخ کي فقط یو خراب خو لنډ فصل وي. که دوهمه سناریو په حقیقت تبدیله سي بیا نو ښايي د ناټو ټول تړون له منځه ولاړ سي.

ناټو په ۲۰۱۶م کال کي په انتخاباتو کي د ترمپ تر بري وروسته، طوفاني کلونه تیر کړل. په ۲۰۱۸م کال کي د امريکا له خوا پر آلمان باندي د دفاعي بودیجې د زیاتیدو په برخه کي فشار، هغه څه ول چي د ناټو غړي هیوادونه ترې بیریدل.

د افغانستان نامعلومه راتلونکی

یوه هغه موضوع چي ښايي د ناټو راتلونکی له خطر سره مخامخ کړي، د امریکا مستقلي پریکړي دي. ترمپ له طالبانو سره تر روغي جوړي وروسته اعلان وکړ چی خپل ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي. هغه موضوع چي د عراق او سوریې په هکله هم د امریکا د حکومت د مسئولینو له خوا اعلان سوې ده.

خو د ناټو غړي هیوادونه بیا په داسي یوه حالت کي نه دي چي وکولای سي په چټکۍ سره، له افغانستانه د امریکايي سرتیرو ایستل، د نوو ځواکونو په استولو سره جبران کړي.

په داسي یوه حالت کي به د ناټو غړي هیوادونه هم مجبور سي له امریکا سره یو ځای افغانستان پریږدي. په داسي یوه حالت کي ښايي یو وار بیا افغانستان د ګډوډیو او انارشۍ خواته ولاړ سي.

د ناټو غړي هیوادونه اندیښمن دي چي له افغانستانه د ناټو ځواکونو یو واري او نه کنټرولیدونکی اخراج به عملاً د دې باعث سي چي په افغانستان کي له ۲۰ کلونو راهیسي د ناټو ماموریت او له ځانه د ډيرو قربانیانو پریښودلو څخه هیڅ نتیجه تر لاسه نه سي.

له همدې کبله د ناټو د عمومي منشي ینس ستولتینبرګ او د ناټو د نورو غړو هیوادونو سترګي هم د نووامبر پر دریمه نیټه د امریکا د انتخاباتو د رایو صندوقونو ته دي.

گ.پ/ن.ز (AG)