«له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو کې ځنډ امکان نه لري»
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۷, دوشنبهد آلمان د وسله والو ځواکونو ټولنې مشر اندرې ووستنر، د آلمان د تحریریه شبکې ورځپاڼې (د دوشنبې ورځې ګڼې) ته ویلي دي :«امریکا متحده ایالات تدبیر پلی کوي. ناټو پریکړه کړې ده او موږ ورته ژمن یو.»
دا د آلمان پوځ له پاره یو«ستونزمن او خطرناک وضعیت» دی. د آلماني پوځ د تدارکاتو او حفاظت ترڅنګ نړیواله همغږي اړينه ده.
ووستنر وویل چې دا وضعیت لا پسې ستونزمنوي، چې سیاست د دغه ماموریت پای ته رسولو له پاره ځان نه دی تیار کړی: «ډېرو نظامیانو اټکل کاوه چې د ۲۰۱۹م کال په پای کې به دغه ماموریت ژر پای ته نږدې شي. خو په آلمان کې خلک له ډیرې مودې راهیسې د دې خبرې منلو ته اماده نه وو، خو په سیاسي توګه له دې قضیې سره لږ یا ډیر سوړ برخود کیږي.
د آلمان د وسله والو ځواکونو د اتحادیي مشر وویل چې اوس د بهرنیو چارو وزارت غواړي په دې برخه کې کار وکړي چې په نړیواله کچه لا بهتره ملکي همغږي رامنځته کړي.
ناټو د اپریل میاشتې په پای کې له دغه هیواد څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړي. د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ایستلو لړۍ باید حد اکثر د سپټمبر میاشتې تر پای پورې پای ته ورسیږي.
آلماني پوځ په افغانستان کې د ناټو د «پریکړنده ماموریت» په چوکاټ کې تر امریکا متحده ایالاتو وروسته تر ټولو ډیر عسکر لري. اوسمهال نږدې ۱۱۰۰ آلماني سرتیري په افغانستان کې مستقر دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز