ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر رایستلو بحث کوي
۱۳۹۹ آبان ۲, جمعهنن جمعې په ورځ (د اکتوبر میاشتې په ۲۳ نیټه) تر غرمې وروسته د سیمه ایز وخت مطابق د ماسپښین پر ۲ بجو به یو ځل بیا یعنې په دویمه ورځ هم د ناټو د دفاع وزیران د یوه ویډیوي کنفرانس په ترڅ کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د رایستلو د پلان په هکله سلا مشورې وکړي.
له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو د بهیر څرنګوالی به په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مذاکراتو په وضعیت پورې تړلی وي، چې کیدای شي د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې ترسره شي.
د را روان کریسمس یا عیسوي اختر پورې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ وروستۍ څرګندونې د شمالي انتلانتیک پوځي ایتلاف (ناټو) کې د نا آرامۍ رامنځته کیدو سبب شوی دی.
په عراق کې د ناټو د ملاتړ ماموریت پراخول هم د دغه کنفرانس د اجنډا په موضوع کې شامله ده. د پنجشنبې په ورځ لا د دفاع وزیرانو د یوه فضایي مرکز د جوړولو پریکړه وکړه، څو مهم پوځي سټلایټونه له خطر او بریدونو څخه وژغوري.
ټاکل شوې ده چې دغه فضایي مرکز به د آلمان د راینلنډ فالڅ ایالت په رامشټاین کې د ائتلافي ځواکونو د قوماندې په مرکز کې جوړ شي.