1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محسن داوړ: حکومت زموږ غوښتنه منلې او سبا جرګې ته اجازه ورکوي

۱۴۰۳ مهر ۱۹, پنجشنبه

محسن داوړ وايي چې د پښتونخوا فدرالي او ایالتي حکومت یې غوښتنه منلې او سبا به د پښتنو قومي جرګې جوړېدو اجازه ورکړي.

https://p.dw.com/p/4ldxY
DW Reportage I Thumbnail I What comes after the Pashtun Tahafuz Movement ban?
انځور: DW

د ملي دیموکراتیک غورځنګ یا این ډي ایم مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ پخوانی غړی محسن داوړ وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د پښتونخوا د لومړي وزیر له لوري د پي ټي ایم د جرګې په اړه وربلل شوې غونډه کې فدرالي او ایالتي حکومت د دوی غوښتنه منلې او سبا به جرګې ته اجازه ورکړي.

هغه ویلي چې نننۍ ناستې کې ده له ټولو ګډونوالو سیاسي ګوندونو د جرګې د کېدون غوښتنه وکړه او غوښتنه یې منل شوې ده.

محسن داوړ لیکلي:«د پي ټي اېم د پښتون قامي جرګې په اړه د وزير اعلی له خوا رابللې شوې غونډه کې ګډون وکړ. موږ په غونډه کې له ټولو سیاسي ګوندونو وغوښتل چې د پي ټي ایم جرګې ته اجازه ورکړي. زموږ غوښتنه منل شوې او وفاقي او صوبايي حکومتونه به سبا د جرګې اجازه ورکوي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ډاکټر سید عالم محسود هم پر خپل رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې د پاکستان حکومت پي ټي ایم ته د جرګې د جوړولو اجازه ورکړې ده. هغه لیکلي دي: «ریاست پښتون قامي عدالت ته په اجازه مجبور شو.»

خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې خېمه
خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې خېمهانځور: DW

د رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه غونډه د خیبر پښتونخوا فدرالي او ایالتي حکومت د لومړي وزیر سردار علي امین ګنډاپور په مشرۍ جوړه کړې وه. ویل شوي، د امین ګنډاپور په مشرۍ پلاوی به له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د جرګې په اړه مذاکرات کوي؛ خو تراوسه پي ټي ایم په دې اړه څه نه دي ویلي.

پښتون ژغورنې غورځنګ سبا جمعه د اکتوبر پر ۱۱ نېټه د پښتنو د لویې قومي جرګې اعلان د دغې غورځنګ د یوه «مهم غړي» ګیله من وزیر د جنازې مراسمو کې کړی و، خو د پاکستان حکومت د جرګې نېټې ته نیږدې دغه غورځنګ ناقانونه ډله اعلان کړه او په خیبر کې یې د جرګې پر خېمه څو ځل عملیات هم وکړل، چې د چهارشنبې په ورځ د پولیسو په ډزو کې درې کسان ووژل شول او تر لسو ډېر زخمیان شول.

نن پنجشنبه د وژل شویو کسانو د جنازې لمونځ په خیبر کې د جرګې په سیمه کې وشو، چې منظور پښتین هم پکې ګډون او لنډه وینا وکړه. دا لومړی ځل دی چې منظور پښتین د جرګې په ځای کې راښکاره کېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې پښتانه یووالي ته ور وبلل او خپله خبره یې بیا تازه کړه، چې جرګه به کوي.

نوموړي وویل:«دې جرګې چې هره پرېکړه وکړه، که د چا د بربادۍ وه او که د ابادۍ، موږ به ورسره یو. د ویناو وخت ختم شوی او اوس باید یوه پرېکړه وشي.»

پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز او جرګې ته چمتووالی

امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar