«د افغانستان څخه وتل د امریکا اعتبار ته سخته ضربه ده»
۱۴۰۰ مرداد ۲۴, یکشنبهجمهوریت غوښتونکي سناتور، میټ رومني دغه خبره د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۴مه نېټه) پخپل تویتر کي لیکلې ده. هغه ویلي، چي د « افغانستان څخه وتل د امریکا متحده ایالاتو اعتبار، اعتماد او افتخار ته یوه سخته ضربه ده.» رومني همدارنګه ویلي، چي« زموږ د ملګرو د دفاع پخاطر مو هیڅ مؤثره ستراتیژی نه درلوده.» ده اضافه کړي،«زه نه پوهیږم، چي دځواکونو وتل ولي په دغه ډول او طریقې سره تر سره کیږي. »
د امریکا جمهوررییس، جوبایدن د طالبانو پر چټکو پرمختګونو او ډراماتیک حالت سربیره د افغانستان څخه د خپلو قواوو د وتلو څخه بیا دفاع وکړه او دا کار یې سم وباله.
بایدن ویلي، چي په افغانستان کي یو یا پنځه کاله نور پاته کیدل پردې باندي هیڅ تاثیر نه کوي، چي افغان امنیتي قواوي وکولای سي د خپل هیواد څخه دفاع وکړي.
د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو د شروع راهیسي ډیري سیمي د طالبانو لاسو ته لویدلي دي. امریکايي قواوو غوښتل، چي د فغانستان څخه د اګست میاشتي تر پایه پوري ووزي.
آ./م.ق./ا.ا.