ماس: له کابل څخه وتلو لپاره د امریکا سره هېڅ همغږي نه وه
۱۴۰۳ آذر ۹, جمعهپه آلمان کې يو ځانګړي پارلماني کميسيون په کابل کې د جمهوري حکومت د سقوط پر وخت د آلمانيانو د انخلا د څرنګوالي خپلې ارزونې ته ادامه ورکړې ده. په دې ترڅ کې د آلمان د هغه وخت خارجه وزیر هايکو ماس هم پوښتنو ته وربلل شوی و.
نوموړی په ۲۰۲۱ کال له افغانستان څخه د آلمانيانو د انخلا په ترڅ کې ګډوډي د هغه وخت د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د حکومت د یو اړخیزې پرېکړې پایله بولي. هغه وویل چې د امریکا د هغه وخت حکومت د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د خبرو پر اساس، د ۲۰۲۱ د سپټمبر ۱۱مې لپاره د خپلو ځواکونو د وتلو نېټه د افغانستان له حکومت سره نه وه شریکه کړې. ماس وویل چې د دې پرېکړې له امله افغان حکومت په حقیقت کې «څنډې ته کړل شوی وو.»
ماس زیاته کړه چې طالبانو له دې تړون وروسته ځانونه ډېر ځواکمن ګڼل او د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې یې بریدونه زیات او بریالي شول.دغه پخواني آلماني وزیر روښانه کړه چې د ناټو له شریکانو سره د وتلو د همغږي کولو لپاره هېڅ ډول ګډه ارزونه ونه شوه. د پایلې په توګه، امریکا د خپلې وتنې پلانونه پلي کړل او د ناټو یا اروپايي اتحادیې د غړو اندېښنې او نیوکې یې له پامه وغورځولې.
ماس: د ۲۰۲۱ په اپرېل کې د افغان حکومت د پرزېدو هېڅ نښې نه وې
ماس وویل چې له امریکا سره د همغږي رامنځته کولو لپاره هېڅ ممکنه لاره نه وه، ترڅو تخليه په ښه توګه همغږي شي. هغه زیاته کړه، که آلمان ته مخکې معلومه شوې وای چې امریکا به د وتلو خپل پلانونه کله عملي کوي، نو دوی به په آلمان کې هم ځانونه له مخکې چمتو کړي وای. هغه وویل، کله چې نوموړي د ۲۰۲۱ د اپرېل په وروستیو کې کابل ته سفر وکړ، «د حکومت د پرزېدو هېڅ ډول نښې نښانې» یې نه وې لیدلې.
د دوحې تړون چې د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، د امریکا او د دوی د متحدینو د ټولو ځواکونو د ایستلو وخت مشخص کړ. د دې په بدل کې، طالبانو ژمنه وکړه چې افغانستان به د تروریستي ډلو لپاره د خوندي ځای په توګه نه کارول کېږي. له ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې طالبان بیا پر افغانستان واکمن دي.
ماس د تر ټولو مهمو شاهدانو څخه و
په آلمان کې اړونده څېړنیز کمیسیون د هایکو ماس څخه په پوښتنو کولو سره يو له تر ټولو مهمو شاهدانو ته لاسرسی وموند. ماس د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په کابل کې د آلمان د سفارت د بېړنۍ ایستنې په اړه د اړوندو پریکړو یوه کلیدي څېره ګڼل کېږي. دغه کمیسیون د افغانستان څخه د آلمانيانو د انخلا د حالاتو او د هغو افغان همکارانو د منلو د پرېکړو بهیر څېړي، چې په افغانستان کې یې له آلمان ځواکونو سره کار کړی و.
ګېرد ميولر د آلمان د انخلا پر څرنګوالي د نیوکو دفاع وکړه
له هايکو ماس څخه د پوښتنو مخکې کميسيون د پرمختيايي همکارۍ له وزير سره خبرې وکړې. د آلمان د مسیحي سوسيال ګوند سياستوال او د آلمان پخواني وزیر، ګېرډ ميولر د افغانستان څخه د آلمان د انخلا ګډوډي ته په کتو سره د دې هېواد د پرمختیايي کارونو مثبته ارزونه وکړه. هغه وویل، سره له دې چې د طالبانو د واک ته رسېدو په اړه «ډراماتیک شرایط» وو، د آلمان د پرمختیايي همکارۍ هیڅ افغان همکار نه دی وژل شوی او نه هم بندي شوی دی.
ميولر زیاته کړه، «دا زه د انخلا د ترسره شویو اقداماتو یوه ډېره مثبته پایله بولم.» هغه وویل چې په دې موده کې د هغه په وزارت کې هېڅ ډول «جدي ګواښونه» نه وو رامنځته شوي.
د افغانستان د پرمختیايي همکارۍ اوږد تاریخ
ميولر د آلمان د پرمختیايي همکارۍ د سل کلن تاریخ یادونه وکړه، چې «میلیونونه ښځو ته یې زده کړې ورکړې، ښوونځي یې جوړ کړي، او ۳۵ روغتونونه یې جوړ یا بیا رغولي دي.» هغه وویل: «په افغانستان کې د آلمان پرمختیايي همکارۍ یو دایمي ارزښت رامنځته کړی دی.»