۱۴۰۳ آذر ۵, دوشنبهپه داسې حال کې چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو په اسلام آباد کې د پراخ احتجاج له پاره تابیا نیولې، د پاکستاني امنیتي ځواکونو پلازمینه تړلی او دغه ښار ته یې نښلیدونکې ټولې لارې د کانتینرونو په واسطه تړلې دي. عمران خان د کابو یو کال راهیسې د یو لړ تورونو له کبله په بند کې دی، داسې تورونه چې عمران خان او ګوند یې تحریک انصاف پاکستان هغه د سیاسي انګیزې لرونکي ګڼي.