1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اسلام انتقاد کوونکی گوند پر نورو ادیانو هم نيوکي کوي؟

۱۳۹۹ آذر ۲۴, دوشنبه

پرادیانو باندي د انتقاد او اسلام دښمنۍ ترمنځ سرحد بندي ډیره نازکه ده. د جرمني عوامپاله ښی اړخی ګوند ادعا کوي چي پر اسلام باندي یې انتقاد پر ادیانو باندي د نيوکو په چوکاټ کي کیږي. دوی وايي د بیان ازادۍ دا حق ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3mhaa
Demonstration gegen Moscheeneubau
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

خو د فرانکفورت پوهنتون د اسلامي اکاډمۍ ټولنپوه اولریش پارفرات په نظر هغوی نسي کولای خپله دغه ادعا په دلایلو سره ثابته کړي.

کله چي د «اسلام دښمنۍ» په باب خبري کیږي، نو په جروبحثونو کي همیشه د جرمني دعوامپاله ښی اړخی گوند (AFD) رول بیانیږي. خو دغه گوند پخپله وايي چي یوازي پر ادیانو د انتقاد په چوکاټ کي پراسلام باندي نيوکه کوي. البته د بیان د ازادۍ د حق په رڼا کي.

خو منتقدین پردغه گوند باندي تور لګوي چي دغه گوند د اسلام په مقابل کي موجوده پټ مخکي له مخکي قضاوتونه  تشدیدوي.

خو پوښتنه داده، چي ياد گوند هغه څه چي په خپلو لیکنو، مصاحبو او یا گوندي پروګرام کي څه وايي او یا لیکي، واقعاً پر ادیانو انتقادونه دي او که تر دې نامه لاندي اصلأ د اسلام او مسلمانانو سره دښمنۍ ته لمن وهي؟ خو دا معلومه نه ده، چي کله یې پر ادیانو باندي انتقاد ختمیږي او کله یې اسلام دښمنانه دریځ شروع کیږي؟

په ۲۰۱۶م کال کي د عوامپاله ښی اړخي گوند، آې اف ډي، په مرامنامه کي راغلي دي چي پر«ادیانوباندي انتقاد» او «اسلام باندي انتقاد» یې یو له بل سره ډیره نژدې اړيکه لري. په هغه کي راغلي دي: «پر ادیانو باندي انتقاد پر اسلام باندي هم انتقاد دی چي د قوانینو او اساسي قانون په چوکاټ کي د بیان د ازادۍ د پرنسیپ په رڼا کي تر سره کیږي...»

Deutschland Beatrix von Storch, AfD
د AFD عوامپاله گوند مرستیاله بیاتریکس فون شټورشانځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

خو دغه گوند په حقیقت کي د اسلام ضد هغو انتقادي نظریاتو ملاتړ کوي چي پر اساس يې د اسلامي ټولنو په منځ کي باید اصلاحات رامنځته او اسلام د عصري زماني له نورمونو او ارزښتونو سره عیار سي.

د دغه عوامپاله گوند مرستیالي بیاتریکس فون شټورش له یوې ورځپاڼي سره په مرکه کي وویل چي اسلام «یوه سیاسي ایډیالوژي» ده، چي زموږ د اساسي قانون سره مطابقت نه لري.

د شپرینګر مطبعې یو پخوانی ژورناليست او اوس د برلین د آې اف ډي د رهبرۍ غړي نیکولاس فیست دغه حزب ته د ورشاملیدو پر وخت په عام ډول وویل چي «زه اسلام ته د یوه دین په سترګه نه ګورم، بلکي د استبدادي غورځنګ په حیث یې بولم، چي تر ډیره حده پوري سټالینيزم او یا نازيزم سره شباهت لري.»

نیکولاس فیست همدارنګه وايي چي اسلام دین او دولت جلا نه سره بولي او ځکه نو هغه یوه سیاسي ایډیالوژي ده. عین خبره د عوامپاله ښی اړخي گوند، آې اف ډي په مرامنامه کي هم راغلې ده.

هلته راغلي دي: «منارونه چي د اسلام د حاکمیت او بادارۍ یوه علامه ده، باید د اذان سره یو ځای منع سي، چي پکښی ویل کیږي، بې له الله بل خدای نسته.»