«ډېر زر به د سوخو-۳۵ جنګي الوتکې ایران ته ورسیږي»
۱۴۰۱ دی ۲۵, یکشنبهسپاه پاسداران يعنې د ايران د انقلابي ساتونکي ځواک ته نږدې د تسنیم خبري آژانس د ايران د استازو مجلس (پارلمان) د ملي امنیت او بهرني سیاست کمیسیون د یوه غړي په حواله په نږدې راتلونکي کې ایران ته د روسیې د سوخو-۳۵ ډوله جنګي الوتکو د سپارل کیدو خبر تائید کړی دی.
روسيه ایران ته «په لسونو سوخوی سو-۳۵ ډوله جنګي الوتکې ورکوي»
تسنیم د یکشنبې په ورځ په یوه اختصاصي رپوټ کې د شهریار حیدري له قوله لیکلي دي: «د سوخو-۳۵ ډوله الوتکې چې ایران يې روسیې ته فرمایش ورکړی و، د راتلونکي کال په لومړیو کې هیواد ته واردیږي.»
د اسلامي شورا د مجلس دغه استازي همدارنګه ویلي دي چې ایران دې ورته نور فرمایشونه هم ورکړي دي، د بیلګې په توګه د هوایي دفاع او توغندیو ضد سیستم، چورلکو او «اکثره دغه وسلې به ډیر زر هیواد ته وارد شي».
په تیرو کلونو کې هم څو څو ځله لږ تر لږه د سوخو د دوو ماډلونو د خریدارۍ په هکله جعلي خبرونه او اوازې خبرې شوې وې.
د ایران او روسیې مخ پر ډیریدونکي دفاعي مشارکت امریکا انديښمنه کړې
د تیر کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د روسیې او ایران ترمنځ د نظامي همکاریو د ډیریدو په هکله ډیر شمیر رپوټونه خپاره شوي دي.
د شواهدو په اساس روسیه په اوکراین کې پر ښارونو او غیر نظامي زیربناو بریدونو کې له ایراني بی پیلوټه انتحاري الوتکو څخه استفاده کوي او روسیې ته په ایران کې د جوړ بالستیک توغندیو د لیږدول کیدو احتمال هم موجود دی.
د ملي امنیت کمیسیون دغه غړي روسیې ته د ایران له خوا د فرمایش شوو وسلو او د هغو له ډلې څخه د سوخو-۳۵ جنګي الوتکو په هکله نور جزویات نه دي ورکړي.
د اسرائیلي رسنیو رپوټ
شاوخوا دری اونۍ مخکې د (اسرائیلي تلویزون ۱۲) شبکې د لویدیځو استخباراتي سرچینو په نقل رپوټ ورکړ چې روسیه ۲۴ د سوخو جنګي الوتکې چې پخوا ټاکل شوې وه پر مصر یې ؤپلوري، ایران ته سپاري.
اسرائیلي رسنیو همدارنګه ویلي دي چې ایراني پیلوټانو له روسي جنګي الوتکو سره د پرواز کولو روزنه هم ترلاسه کړې ده. دا خبر د امریکا د لوړپوړو چارواکو له خوا هم تائید شوی دی.
روسیه او ایران غواړي خپل اقتصادي روابط پراخ کړي
د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دسمبر میاشتې په ۹ نیټه د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرداری ورکړی و چې روسیه پر اوکراین د برید له پاره د انتحاري بې پیلوټه الوتکو په بدل کې، له ایران سره په بې سارې ډول پوځي او تخنیکي مرستې کوي.
دغه امریکایي لوړپوړي چارواکي د روسیې او ایران د پوځي همکاریو ابعاد بې ساري وبلل او زیاته یې کړه چې د دې احتمال شته چې روسیې تر اوسه پورې ایران ته نظامي چورلکې او د هوایي دفاع وسایل سپارلي وي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص