اسرائيلي اجنټانو په تهران کې د القاعده مرستيال وژلی دی
۱۳۹۹ آبان ۲۴, شنبهويل کيږي چې ابو محمد المصري د روان میلادي کال د اګست میاشتې په ۷مه نیټه په تهران کې په يوه موټرسايکل باندې د سپرو دوو تنو اسرائيلي اجنټانو له لوري وژل شوی دی. دغه رپوټ د نيو يارک ټايمز په نامه امریکايي ورځپاڼې د جمعې په ورځ د امنيتي حلقو په حواله ورکړی دی.
د رپوټ له مخې اسرائيلي مخفي اجنټانو د متحده آيالاتو په امر دغه ماموريت تر سره کړی دی. مصري چې د عبدالله احمد عبدالله په نوم هم شهرت لري، د القاعده تروريستي ډلې د مشر ايمن الظواهري مرستيال وو چې د هغه احتمالي ځای ناستی هم بلل کېده. داسې ښايي چې هغه په ۱۹۹۸م کال کې په افريقا کې د متحده آيالاتو پر دوو سفارتونو باندې په بريدونو کې لاس درلودلی وي. ايران بيا دغه خبر رد کړی دی.
تهران دغه رپوټ ولې ردوي؟
د تهران د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په ايران کې «د القاعده تروريستان» شتون نه لري. په خبره يې د امريکا متحده آيالات او اسرائيلو په وار وار هڅه کړې چې د درواغو او غلطو معلوماتو د لارې ايران ته له افراطي ډلو سره تړاو ورکړي.
له مصري سره يو ځای د نيويارک ټايمز د رپوټ په حواله د هغه لور هم وژل شوې ده. هغه د اساما بن لادن نږور هم وه. د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو.پر بن لادن باندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يولسمې د بريدونو پړه اچول کيږي.
رويټرز/ن ص/خ ح