هندوستان په بریاليتوب سره تر غږ چټک توغندی آزمویلی دی
۱۴۰۳ آبان ۲۷, یکشنبههندوستان په کور دننه تر غږ چټک تولید شوی توغندی په بریالیتوب سره آزمویلی دی او په دې ترتیب د پوځي پرمختللې ټکنالوژۍ په ډګر کې یې یو بې ساری مقام خپل کړ. هند په دې توګه د هغو هیوادونو په ډله کې شامل شو چې په پوځي برخه کې پرمختللې ټکنالوژي لري.
د هند دولت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «هندي توغندی چې د دفاعي پرمختګ او څیړنو دولتي سازمان او صنعتي شریکانو له لوري د هند وسلوال پوځ له پاره جوړ شوی، تر ۱۵۰۰ کیلومتره پورې مزل کولی شي او د اتومي وسلو د لیږد وړتیا هم لري.»
د هندوستان حکومت په اعلامیه کې همدا راز زیاتوي چې «د توغندي د پرواز راټول شوي معلومات...د توغندي د توغولو د دستګا بریالی مانور او په ډیر دقت سره د هدف ویشتل تائیدوي.»
د هندوستان د دفاعي پرمختګ او څیړنو دولتي سازمان زیاته کړې چې دغه آزموینه د شنبې په ورځ د ډاکټر آی. پي. جي عبدالکلام په نامه په ټاپو کې شوې ده چې د هندوستان د اودیشا ایالت په ختیځ ساحل کې موقعیت لري.
په عین وخت کې د هندوستان دفاع وزیر، راجنات سینګ، پر پخواني ټویټر اوسني اکس شبکه باندې د یوه پیغام په خپرولو سره د توغندي دغه آزموینه یوه «تاریخي لاسته راوړنه» ببلې او زیاتوي چې په دې توګه هند اوس د هغو هیوادونو په کتار کې شامل شو چې دغه راز حیاتي پرمختللې ټکنالوژي لري.
په نړیواله کچه تر غږ د چټکو وسلو په برخه کې ګڼ شمیر هیوادونه هڅې کوي او په دې برخه کې هند، چین، روسیه او متحده ایالات تر نورو هیوادونو مخکښ شمیرل کیږي.