1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

هند ـ محکمې د ښځي له تاوتريخوالي د مېړه د ساتلو امر وکړ

۱۴۰۱ خرداد ۷, شنبه

یوې هندۍ محکمې د هغه سړي د امنیت تامینولو لارښوونه کړې، چې پر خپلې ښځې یې د کورني تاوتریخوالي تور لګولی و. تیره اونۍ د خپلې ښځې له خوا د یوه ښوونځي د مدیر د وهل کیدو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه.

https://p.dw.com/p/4Bz4y
Symbolbild Gewalt gegen Männer
انځور: picture-alliance/dpa/J.-P. Strobel

د هند په راجستان ایالت کې د الور ولسوالۍ د یوه دولتي ښوونځي مدیر اجیت یادو، له سیمه ایزې محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې دی دې د خپلې میرمنې له خوا په پرله پسې ډول له وهل ټکول کیدو او زور زیاتي څخه وژغورل شي.

اجیت یادو، نهه کاله مخکې له سمن یادو سره لو میرج یا د مينې واده کړی و. نوموړي محکمې ته ویلي دي چې ښځه یي د څو کلونو راهیسې دا وهي او ټکوي او له تیر یوه کال راهیسې پرې زور زیاتی ډیر شوی دی، نو له همدې امله دې هغه له خپلې ښځې څخه وژغورل شي.

نوموړي د خپلې ښځې د تاوتریخوالي ویډیو هم محکمې ته د ثبوت په توګه وړاندی کړ چې وروسته له هغې محکمې پولیسو ته د تحقیق کولو او مظلوم میړه ته یي د امنیتي خوندیتوب برابرولو حکم ورکړی دی.

اغیزمن شوي کس چې کومې ویډیوګانې محکمې ته وړاندې کړي دي د هغو له جملې څخه یوه یي په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ده. په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې ښځه یي دا د کرکیټ په بیټ، د اوسپنې په سیخ او نورو کورنیو توکو وهي. په دې جریان کې د ده یو زوی په ډیرې عاجزې د دې صحنې ننداره کوي.

آیا نارینه په ریښتیا هم د ښځو له خوا د تاوتریخوالي ښکار کیږي؟

په هندوستان کې پر مړونو د ښځو له خوا تاوتریخوالی کومه نوې خبره نه ده. په دغه هیواد کې د جهیز په نوم د میړه پر ضد دعوي او د رواني زورونې رپوټونه په پرله پسې ډول اوریدل کیږي.

د یوې څیړنې له مخې په هند کې په هرو ۱۰۰۰ تنو سړو کې ۵۱۵ تنه یي لږ تر لږه په ژوند کې یو ځل د ښځې له خوا له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي. خو سره له دې هم د هند په قانون کې د میړه پر ضد کورنی تاوتریخوالی جرم نه ګڼل کیږي.

هند: په اوسط ډول د ورځې ۱۹ ښځې د جهیز په نوم وژل کیږي

په دغه هیواد کې د کورني تاوریخوالي اړوند ټول قوانین د ښځو ستونزو ته په کتلو رامنځته شوي دي. له همدې امله د ښځې له خوا له تاوتریخوالي سره مخامخ کیدونکي مړونه اکثره خاموشه پاتې کیږي او د خپلې ښځې له خوا ډول تیری زغمي او په رواني توګه رنځ وړي.

که ښځه ګرم (ملامت) هم وبلل شي، په هغه صورت کې هم د ښځو پر وړاندې د سختو قوانینو د نشتوالي له امله په اسانۍ سره بچ پاتې کیږي.

د سترې محکمې وکیل مهیش تیواري وایي چې میرمنو ته د واک ورکولو په نامه قانون په اصل کې د ښځو د بااختیاره کولو قانون دی. تیواري و ایي چې ډیر شمیر سپین سرې ښځې یوازې د دې له پاره د زړو د پالنې مرکزونو ته ځي، چې زامن یي ونه زورول شي. که ښځه جلا کیږي هم باید میړه یي د ژوند تیرولو لګښت ورکړي، چې له امله یي په غیر مستقیم ډول مور پلار متضرره کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و. ا