په هند کي د کرونا د مړو شمېر تر ۳۰۰ زرو واوښت
۱۴۰۰ خرداد ۳, دوشنبهد هند د روغتيا وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د می ۲۴) ويلي دي چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۴۴۵۴ کسان کرونا وژلي دي چي په دې سره په دغه هيواد کي د کرونا له وجي د مړو سوو کسانو شمېر ۳۰۳۷۲۰ کسانو ته رسېدلی دی.
پر دې سربيره په دغه هيواد کي د کرونا پانديمي له پيل راهيسي په دغه ويروس د اخته سوو کسانو شمېر ۲۶،۷ ميليونو کسانو ته رسېدلی دی. له دې سره نو تر امريکا متحده ايالاتو او برازيل وروسته هندوستان د کرونا تر ټولو زياتي پيښي لري.
د غویي د بولو څښلو میله په نوي ډهلي کي
په هندوستان کي د کرونا ويروس د پراخېدو يو دليل په دغه هيواد کي ستري سياسي او مذهبي غونډي بلل سوی دی. د دغه هيواد روغتونونه د ناروغانو له پاره د بستر او آکسېجن له کمښت سره مخامخ دي. په دغه هيواد کي له کرونا له امله د مړو سوو کسانو نږدې نيمايي شمیر یې تر مارچ مياشتي وروسته ثبت سوي دي.
د کارپوهانو په باور په هند کي د کرونا ناروغانو شمېر تر رسمي ارقامو ډېر لوړ دی. په ځانگړې توگه په ليري پرتو سيمو کي چي د دغه هيواد يو پر دريمه برخه وگړي ژوند کوي، کرونا ويروس په ډيري چټکۍ سره پر پراخېدو دی.
دا په داسي حال کي ده چي د کرونا پانديمي په جريان کي يوه بله ناروغي چي «توره مرخېړي» نوميږي هم پيدا سوې ده.
يوازي د نوي ډيلي په روغتونونو کي د دغي ناروغۍ نږدې ۲۰۰ کسان تر درملني لاندي دي او په لسونو نور د تدواۍ په تمه دي.
دغه ناروغي (توره مرخېړي) په راجستان او تلانگانا ايالتونو کي دومره ډېره سوې ده چي د يوې اپيدمۍ په شان اعلان سوې ده.