د پاکستان کوم لومړی وزیر څومره وخت په واک کې پاتې شوی دی؟
په پاکستان کې هیڅ لومړي وزیر خپله پنځه کلنه دوره نه ده بشپړه کړې. دوی د مختلفو دلایلو له امله اړ شوي دي چې له ټاکل شوي وخت څخه مخکې واک پريږدي. عمران خان د دغه هیواد ۲۲ لومړی وزیر وو چې خپله کاري دوره یې مکمله نه کړه.
لیاقت علي خان: ۴ کاله او ۲ میاشتې
لیاقت علي خان د پاکستان لومړنی صدراعظم و. نوموړي د ۱۹۴۷م کال د اګست په ۱۵ نیټه خپله دنده پیل کړې وه. لیاقت علي خان د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه په راولپنډۍ کې د یوه کس له خوا په ډزو ووژل شو. نوموړی له وژل کیدو مخکې ۴ کاله او ۲ میاشتې د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی و.
خواجه ناظم الدین: ۱ کال او ۶ میاشتې
د لیاقت علي خان تر وژل کیدو یوه ورځ وروسته د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه خواجه ناظم الدین واک ته ورسید. نوموړی د ۱۹۵۳م کال د اپریل په ۱۷ نیټه د ګورنر جنرل له خوا د لومړي وزیر په توګه له دندې ګوښه کړای شو. ده هم د ګورنر جنرل په توګه دنده ترسره کړې وه. (له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۵۶ م کاله د پاکستان د اساسي قانون تر بشپړیدو مخکې د ګورنر جنرل مقام له صدراعظم څخه لوړ وه، ځکه د بریتانوي سلطنت استازی به وو)
محمد علي بوګره: ۲ کاله او ۳ میاشتې
په ۱۹۵۳م کال کې د اپریل په ۱۷ ګورنر جنرل محمد علي، بوګره لومړی وزیر وټاکه. خو د ۱۹۵۵م کال د اګست په ۱۲ یي استعفا کولو ته اړ کړ.
چودهري محمد علي: یو کال او ۱ میاشت
د ۱۹۵۵ م کال د اګست په ۱۲ نیټه چودهري محمد علي د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د چودهري محمد علي نوم نن هم د پاکستان په اساسي قانون کې د هغه مهم رول له کبله یادیږي. هغه په ۱۹۵۶م کال د سپټبر په ۱۲ نیټه د خپل ګوند له غړو سره د شخړې له امله استعفا ورکړې وه.
حسین شهید سهروردي: ۱ کال او یوه میاشت
حسین شهید سهروردي د ۱۹۵۶م کال د سپټمبر په ۱۲ د پاکستان لومړی وزیر شو، خو له ولسمشر سکندر مرزا سره د اختلافاتو له امله یي د ۱۹۵۶م کال په ۱۶ نیټه استعفا وکړه.
ابراهیم اسماعیل چندریګر: تر ۲ میاشتو هم لږه موده
د آی آی چندریګر په نوم مشهور ابراهیم اسماعیل چندریګر ۱۹۵۷م کال د اکتوبر په ۱۸ نیټه د پاکستان لومړي وزیر په توګه په دندې وګمارل شو. نوموړي د همدې کال د دسمبر میاشتې په ۱۶ نیټه استعفا ورکړې وه.
ملک فیروز خان نون: تر ۱۰ میاشتو هم کمه موده
د ۱۹۵۷م کال د دسمبر میاشتې په ۱۶ نیټه سکندر مرزا فیروز خان نون د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکه. خو د ۱۹۵۸م کال د اکتوبر په ۷ نیټه جنرال ایوب خان بیا هغه له دندې ګوښه کړ.
نورالامین: یوازې ۱۳ ورځې
د ۱۹۷۱ کال د دسمبر په ۶ نیټه تر ۱۳ کال مارشل لاء (پوځي حکومت) وروسته، د پوځي آمر یحیا خان په حکومت کې نورالامین لوموړی وزیر وټاکل شو. د ختیځ پاکستان تر سقوط وروسته، په دندې تر ګمارل کیدو یوازې ۱۳ ورځې وروسته له دندې ګوښه کړای شو.
ذولفقار علي بهټو: ۳ کاله او ۱۱ میاشتې
ذولفقار علي بهټو د ۱۹۷۳م کال د اګست په ۱۴ نیټه د پاکستان لومړی وزیر شو. هغه په ۱۹۵۶ م کال کې بیا ځان نوماند کړ او په ټاکنو کې بریالی شو. خو تر پوځي کودتا وروسته هغه بندي شوي او بیا وروسته د ۱۹۷۹م کال د اپریل په ۴ نیټه اعدام یا په دار وزړول شو.
محمد خان جونیجو: ۳ کاله او ۲ میاشتې
محمد خان جونیجو د ۱۹۸۵م کال د مارچ په ۲۳ نیټه لومړی وزیر وټاکل شو. خو د ۱۹۸۸ م کال د می په ۲۹ نیټه د هغه حکومت ختم کړای شو.
بینظیر بهټو: یو کال او ۶ میاشتې
د ذولفقار علي بهټو لور بینظیر بهټو د ۱۹۸۸م کال د دسمبر میاشتې په ۲ نیټه په پاکستان کې لومړنۍ ښځینه صدراعظمه وټاکل شوه. د ۱۹۹۰م کال د اګست په ۶ نیټه ولسمشر غلام اسحاق خان دا له دندې ګوښه کړه.
نواز شریف: ۲ کاله او ۶ میاشتې
نواز شریف د ۱۹۹۰م کال د نومبر په ۸ نیټه د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. خو په ۱۹۹۳م کال کې یو وار بیا ولسمشر غلام اسحاق خان یو منتخب حکومت له واکه لیري کړ. بیا سترې محکمې د شریف حکومت دوباره فعاله کړ، خو د ۱۹۹۳م کال د جولای په ۱۸ نیټه نواز شریف استعفا وکړه.
نواز شریف: ۲ کاله او ۶ میاشتې
د ۱۹۹۷م کال د فیبرورۍ د ۱۷ نیټې په انتخاباتو کې نوازشریف یو وار بیا صدراعظم وټاکل شو. خو د ۱۹۹۹م کال د اکتوبر په ۱۲ نیټه پوځي جنرال مشرف په هیواد کې پوځي حکومت اعلان او نواز شریف یي له واکه لیري کړ.
میر ظفر الله خان جمالي: ۱ کال ۶ میاشتې
د ۲۰۰۲ م کال په نومبر کې ظفر الله خان جمالي د پرویز مشرف په دور کې لومړنې صدارعظم وټاکل شو، خو د ۲۰۰۴م کال د جون په ۲۴ نیټه هغه په ناڅاپي ډول استعفا وکړه.
چودهري شجاعت حسین: ۲ میاشتې
چودهري شجاعت حسین د ۲۰۰۴م کال د جون په ۳۰ نیټه پارلماني ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته لومړی وزیر شو. نوموړي د لومړي وزیر په توګه د شوکت عزیز تر ټاکل کیدو پورې نږدې دوه میاشتې خدمات ترسره کړل.
شوکت عزیز: ۳ کاله او ۲ میاشتې
شوکت عزیز د ۲۰۰۴م کال د اګست په ۲۶ نیټه لومړی وزیر وټاکل شو. هغه د ۲۰۰۷م کال په نومبر کې د پارلمان د مودې تر بشپړیدو وروسته له واکه لیري شو. په دې توګه دا لومړنی پاکستانی صدارعظم و چې د پارلماني دورې له ختمیدو سره له دندې لیري شوی دی.
یوسف رضا ګیلاني: ۴ کاله او یوه میاشت
د ۲۰۰۸ م کال د مارچ په ۲۵ نیټه تر عامو انتخاباتو وروسته یوسف رضا ګیلاني د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو. د هغه ګوند پاکستان پیپلز پارټي په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړ. خو په ۲۰۱۲م کال کې د توهین عدالت په یوه قضیه کې ورته یوه کوچنۍ سزا واورول شوه او وروسته له هغې د خپل مقام پریښودو ته اړه شو.
راجا پروزیر اشرف: ۹ میاشتې
راجا پروزیز اشرف د پاکستان پیپلز ګوند (پي پي پي) د پاتې حکومتي دورې د بشپړولو له پاره د صدارت مسئولیت په غاړه واخیست. نوموړی د ۲۰۱۲م کال د جون له ۲۲ نیټې څخه د ۲۰۱۳م کال د مارچ تر ۲۴ نیټې پورې په دې مقام کې پاتې شو.
نواز شریف: ۴ کاله او ۲ میاشتې
د ۲۰۱۳م کال د جون په ۵ نیټه نوازشریف د دریم ځل له پاره لومړی وزیر شو. هغه په پاکستان کې لومړی داسې صدراعظم و چې دری ځله دې مقام ته رسیدلی دی. د ۲۰۱۶م کال د جولای په ۲۶ نیټه د سترې محکمې تر پریکړې وروسته هغه د خپلې دندې پریښودو ته اړ شو.
شاهد خاقان عباسي: له یوه کال کمه موده
د نوازشریف تر لیري کیدو وروسته شاهد خاقان عباسي لومړی وزیر وټاکل شو. نوموړي د ۲۰۱۷ م کال په اګست کې دا مسئولیت په غاړه اخیستی و. خو د هغه صدارت د ۲۰۱۸ م کال د می په ۳۱ نیټه د پارلمان د دوری له بشپړیدو سره ختم شو.
عمران خان: ۳ کاله او ۶ میاشتې
عمران خان د ۲۰۱۸م کال د اګست په ۱۸ نیټه د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو. د ۲۰۲۲م کال د اپریل په ۱۰ نیټه په پارلمان کې د نه باور رایې تر بهیر وروسته له واکه لیري کړای شو. عمران خان لومړنی پاکستانی سیاستوال دی چې د پارلمان له خوا د نه باور رایې پروسې په پایله کې د لومړي وزارت له مقام څخه محروم شوی دی.