د المان حکومت افغانستان ته د مجرمینو اخراجول ارزوي
۱۴۰۱ اسفند ۲۸, یکشنبهد "Bild am Sonntag" ورځپاڼې د امنیتي کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د المان د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر په ډیر جدیت سره پر دې کار کوي چې څرنګه کولی شي مجرم او ګواښ پيښوونکي افغان مهاجر بیرته د دوی اصلي هیواد (افغانستان) ته واستوي.
د آلمان اداري محکمې د یوه افغان پناه غوښتونکي اخراج رد کړ
زیاته شوې ده چې له دغه بحران ځپلي هیواد سره باید د اسنادو ورکول او بیرته ستنولو د ځانګړې تګلارې په څیر پر مناسبو تګلارو او میتودونو موافقه رامنځته شي. د دې تر څنګ باید له اخراجیدونکو کسانو سره د ملګرتیا کوونکو الماني پولیسو او د هغوی د انتقالونکي الوتکې پرسونل امنیت تضمین شي.
د دې ترڅنګ خراب امنیتي وضعیت او په نړیواله کچه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژندل کیدو په دې برخه کې ستونزې لا زیاتې کړي دي.
د معلوماتو له مخې د المان د کورنیو چارو وزارت غواړي د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه دغو پوښتنو ته ځواب یا په اصطلاح حل لاره پيدا کړي.
د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د واک تر نیول کیدو وروسته د المان حکومت دغه هیواد ته د رد شوو مهاجرو د اخراجولو لړۍ ودروله. المان د دغه سخت دریځه اسلامپاله ډلې حکومت چې اوس په افغانستان کې د چارو واګې په لاس کې لري په رسمیت نه پيژني.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا