ناټو له بایدن سره غونډي ته تياری نيسي
۱۴۰۰ خرداد ۱۱, سهشنبهوزیران به تر غرمې وروسته د دو بیلا بیلو ویډیویي کنفرانسونو په ترڅ کې په ناټو کې د اصلاحاتو، له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو او همدارنګه له چین او روسیې سره د راتلونکي چلند پر موضوعاتو بحث وکړي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس به تر غونډې مخکې په برلین کې د رسنیو مخته راڅرګند شي.
جو بایدن به د ناټو تر سرمشریزې دوې ورځې وروسته د لومړي ځل له پاره په بروکسل کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني.
د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ پر مهال له امریکا متحده ایالاتو سره د ناټو اړیکې متشنجې وې. ترمپ په پرله پسې ډول دغه پوځي ائتلاف تر پوښتنې لاندې راوسته او په یوازیتوب سره لکه له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو له کبله یي خپل اروپايي متحدین په غوسه کړی وو.
خو د ترمپ برخلاف کله چې جو بایدن په جنوري میاشت کې واک ته ورسید په څرګند ډول یې له ناټو سره خپله ژمنه تازه کړه. هغه وویل: «د خپلو ټولو پلانونو په هکله له خپلو متحدینو سره مشوره کوو».