یونان وايي ترکيه دي ۱۵۰۰ مهاجر بیرته واخلي
۱۳۹۹ اسفند ۲۹, جمعهد یونان د مهاجرو وزیر، نوتیس میتاراکس د فرانسې خبري آژانس سره په یوه مصاحبه کي ویلي، چي ترکیه کولای سي د هغو مهاجرو په بیرته اخیستلو سره چي د قبولۍ حق نه لري، د ۲۰۱۶ م کال د تړون مطابق د اروپا اتحادیې ته«د همکارۍ تمایل» ښکاره کړي.
اروپايي ټولني او ترکيې د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کي د مهاجرت په هکله یو تړون لاسليک کړ. دغه توافق تر هغه وروسته رامنځته سو، کله چي د اروپا په نیت د افغانستان، عراق سوریې او ځیني نورو هیوادونو څخه په سلونو زرو کسانو پر ترکیې باندي هجوم وروړی.
انقرې تضمین کړی وو، چي ددغه هیواد څخه د یونان جزیرو ته ورغلي هغه مهاجرین بیرته اخلي، چي د پناه غوښتني شرایط یې نه وي پوره کړي او هم به د انساني قاچاقبرانو پرضد مبارزه کوي.
د دې په مقابل کي بیا اروپا اتحادیې ومنله، چي په ترکیه کي د هغو سوریايي مهاجرو سره به د رسیدګۍ پخاطر چي هلته ژوند کوي، ۶ ميلیارده یورو کومک وکړي. تر اوسه بروکسل تر ۴ ميلیاردو اضافه یورو ترکیې ته حواله کړي دي.
خو ترکیې څوواره تهدید کړی دی چي دغه تړون به فسخ کړي او اوس یې د هغه د «تمدید» او وسعت غوښتنه کړې ده. د ترکیې د خارجه وزارت مرستیال، فاروق قیماکچي نه یوازي د اروپايي ټولني د تعهداتو د اجرأ کیدو غوښتنه کړې، بلکي دا یې هم ویلي دي چي دغه اتحادیه دي په ترکیه کي د سوریايي مهاجرو وضعیت ته رسیدګي وکړي او سوریې ته د هغوی د داوطلبانه بیرته تګ د پروسې سره دي هم کومک وکړي.
باید وویل سي چي د اروپايي ټولني او ترکیې تر منځ د مهاجرو تړون تر امضأ کیدو وروسته یونان ته په نوو ورغلو مهاجرو کي د پام وړ لږوالی راغلی دی. که هغه په ۲۰۱۵ م کال کي تقریبأ ۸۶۶۰۰۰ تنو ته رسیدل، په ۲۰۱۷م کال کي بیا د هغوی تعداد فقط ۳۰۰۰۰ تنو ته راکښته سو. پروسږکال حتی ۱۰۰۰۰ ته راکښته سو چي یو دلیل یې د کرونا په سبب رامنځته سوي قیودات هم دي.