1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان مسلمانانو ته د مړو د بې تابوته ښخولو اجازه ورکړه

۱۴۰۰ فروردین ۱۳, جمعه

د آلمان بایرن ایالت د مسلمانانو له پاره په تابوت کې د مړو د ښخولو شرط له منځه وړی دی. د دې ګام موخه مسلمانانو ته د خپل دود د ساتلو امکان برابرول او په ټولنه کې د هغوی ادغام ته لاره هوارول ده.

https://p.dw.com/p/3rWNo
Symbolbild Muslimische Gräber
انځور: Hauke-Christian Dittrich/dpa/picture alliance

د آلمان په بايرن ايالت کې د اپريل له لومړۍ نیټې څخه د تدفين له پاره د تابوت شرط له منځه وړل شوی دی. په فدرالي حکومت کې د شامل سوسيال ديموکرات ګوند د ادغام په برخه کې پارلماني کميټې وياند عارف تشدلين د دې پريکړې هرکلی کړی دی.

نومړي وويل: «موږ له تېرو څو کلونو راهيسې د دې له پاره هلې ځلې وکړې. بالاخره اوس به مسلمانان وکولای شي خپل مړي د خپل دود او مذهبي عقيدې سره سم ښخ کړي.»

تر څو کلونو هلو ځلو وروسته

د تدفين په قانون کې د تغير تر اجازې څو کاله تر مخه هم د یو شمير هديرو د ادارو له خوا ويل شوي ول چې دوی له دې سره هیڅ ستونزه نه لري. د ميونشن ښار ادارې له تیرو ۱۵ کلونو راهيسې هڅه کوله چې مسلمانانو ته بې له تابوته د مړو ښخولو اجازه ورکړل شي.

په قانون کې دې بدلون ته مسلمانان د ادغام او منلو د تګلارې په سترګه ګوري. عارف تشدلين د بايرن له راډيو سره په خبرو کې وويل: «هر څوک په عزت او وقار د ښخيدو حق لري څو وکولی شي پريکړه وکړي چې وروستي مراسم به یې څرنګه وي.» نوموړي زياته کړه چې په قانون کې دا بدلون د دې ښکارندوي کوي چې له نورو هيوادونو څخه راغلو او دلته ميشتو شويو خلکو ته په درنه سترګه کتل کيږي.

Deutschland Bestattung Symbolbild
مسلمانانو د بايران ایالت د دې پريکړې هرکلی کړی دیانځور: picture-alliance/dpa/S. Kembowski

د سوسيال ډيموکرات ګوند په ۲۰۰۹م کال کې هم دا قضيه راپورته کړې وه خو له هغه وخت راهيسې ایالتي پارلمانانو له اجازې ورکړې ډډه کوله. تر څو چې بيا لس کاله وروسته يعني په ۲۰۱۹م کال کې د آلمان پارلمان اړونده وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ديني او عقيدوي اساساتو له مخې دې په دې قانون کې نرمښت رامنځته کړي. هغه وخت د تدفين په اړه مقررات تغير کړل شول خو عمل پرې همدا پرون پنجشنبه يعني د اپريل له لومړۍ نیټې څخه پېل شو.

اړونده موضوع:د کرونا پر وخت د مړو خښول؛ د یوازیتوب له درده ډک سفر

په آلمان کې د جنازې او تدفین په اړه قانون سازي ډېر ستونزمن کار دی. په دې اړه زيات واک د ايالتي دولتونو سره دی خو ښاروالۍ هم پريکړه کولی شي چې خو د دې له پاره بايد د سيمه ایزو هدیرو قوانین په نظر کې ونيسي. په آلمان کې اوس يوازې دوه ايالتونو داسې دي چې بې له تابوته د مړو د ښخولو اجازه پکې نه شته.

په هدیرو کې تغيرات

د آلمان د بايرن ايالت په هديرو کې د مسلمانانو له پاره ځانګړي شوي ځایونه اوس نور هم پراخ شوي دي، که څه هم چې دې کار ډېر وخت ونیوه. په يو شمير قبرستانونو کې مسلمانانو ته بېل ځایونه ورکړل شوي دي. د ميونشن په والډ فريډهوف نومي هديره کې آن په ۱۹۵۹م کال کې مسلمانانو ته د مړو ښخولو اجازه ورکړل شوې وه، خو هلته هم مړي بايد په تابوت کې خاورو ته سپارل شوي وای خو مسلمانانو ته يې د دې اجازه ورکړې وه چې د مړي مخ مکې ته واړوي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, BR24)

زموږ له آرشيف څخه: