«ډېر مهاجر دي مستقیماً جرمني ته راانتقال سي»
۱۴۰۰ شهریور ۱۵, دوشنبهدغه خبره د مهاجرت د مسایلو الماني کارپوه، ګیرالد کناوس نن دوشنبه (۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۶) المانۍ ورځپاڼي «د ویلټ» ته کړې او ویلي یې دي چي جرمني دي هرکال د «اسکان مجدد» په چوکاټ کي د هغوی د نفوسو ۰،۵ فیصده خلګ قبول کړي چي دا مجموعاً تقریباً ۴۱۰۰۰ کسان کیږي.
د کناوس په خبره د ملګرو ملتونو د مهاجرت عالي کمیشنري د «اسکان مجدد» په چوکاټ کي دا تشخیصولای سي چي مثلاً تر ټولو دمخه د اردن، کینیا او یا ترکیې په کمپونو چي کي کوم کسان خاص حفاظت ته ضرورت لري باید نورو هیوادونو ته انتقال او ورباندي تقسیم سي.
کناوس اضافه کوي چي که د«اسکان مجدد» دغه طرزالعمل تطبیق سي، نو به واقعاً مستحق کسان اروپا ته راسي. په خبره یې دا تر هغه چي پر اروپا باندي په بې نظمۍ سره هجوم راوړل سي، یوه عادلانه پروسه ده، په کوم کي چي به ښځو او کوچنیانو ته هم چانس پکښي ورکړل سي.
د هغوی ادغام هم نسبت هغو کسانو ته چي پر خپل سر اروپا ته راځي، ښه کیږي، ځکه چي هغوی بیا پوهیږي چي چیري ځي او څنګه هلته خپل ژوند عیار کړي.
کناوس همدارنګه وايي چي د«اسکان مجدد» طرزالعمل په دغو هیوادونو کي د مهاجرو د تجمع مرکزونو ته یو ښه پیغام هم ورکوي. ځکه چي په دې ډول سره هغوی ته ورښکاره کیږي چي اروپا د مهاجرت پر بحران باندي د غلبې په خاطر نه یوازي پيسې په اختیار کي ورکوي، بلکي تر ټولو ډیر له خطر سره مخامخ او د پناه اخیستلو مستحق کسان هم راباسي.