1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي هر لسم جرمنی په لوستلو کي ستونزه لري

۱۳۹۹ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

په جرمني کي ډیر داسي کسان ژوند کوي چي په اسانۍ سره ليکني نسي لوستلای. د اساسي زده کړو د یوه پلان د بررسۍ نتایج ښيي چي د دغو کسانو نیمايي برخه بيا د سواد د سطحي لوړیدل ضروري بولي.

https://p.dw.com/p/3q67I
Weltalphabetisierungstag 2015
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitij

د النسباخ د نظرپوښتني مؤسسې د ۲۰۲۰م کال له ډسمبر مياشتي څخه د ۱۰۲۲ داسي کسانو څخه چي عمرونه یې تر ۱۶ کلونو لوړ وه، د «ویلو او لوستلو» د مشکلاتو په هکله پوښتنی کړي دي.

د دغي نظر پوښتني نتیجه چي د «سواد او اساسي زده کړو» په سرتاسري ملي او لس کلن پلان کي منعکس سوې ده، بیانوي چي هر لسم جرمنی د ویلو او لوستلو سره مشکل لري.

د همدغي مؤسسې د تحقیقاتو نتایج دا هم ښيي چي د پوښتل سوو کسانو يوازي نیمايي برخه یې بيا د سواد د سطحي لوړیدل لازمي بولي.

د جرمني د پوهني وزیري دغه نتایج د تشویش وړ بللي او ویلي يې دي چي په دغسي یوه حالت کي ډیرو کسانو ته معلومات نه رسیږي. داسي معلومات او اطلاعات چي په عادي ورځني ژوند کي ډیر ضروري دي، لکه د کرونا ویروس یا صحت په باب لارښووني او مشورې.

د پوهني وزیري، انیا کارلیچک دې خبري ته اشاره کړې ده چي سواد او اساسي ابتدايي تعلیم د پرمختللو او مسلکي زده کړو او همدارنګه کار پیداکولو د امکاناتو په لار کي مهم دي.

Symbolbild - Analphabet
انځور: picture-alliance/dpa/J. Büttner

له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۶م کاله پوري د AlphaDekade په نامه یوې لسيزي پلان هدف دادی، چي د ابتدايي تعلیم سطحه لوړه سي.

د دغي پروژې په دوهمه مرحله کي چي د ۲۰۲۱م کال څخه جریان لري، باید هغو کسانو ته چي لوستل او لیکل نسي کولای د تعلیمي سطحي د ارتقاً لازم شرایط  برابر سي.

په جرمني کي تقریباً څلور ميلیونه انسانان د بیسوادۍ او لږ سواد څخه کړيږي.