«د القاعده شبکې او داعش خطر اوس هم له منځه نه دی تللی»
۱۴۰۰ تیر ۲۱, دوشنبهله افغانستان څخه د جرمني پوځ تر راوتلو وروسته په دغه هیواد کي تقریبأ ۷۰۰ کسه پاته دي، چي یو وخت یې د جرمني د دفاع او داخله وزارتونو سره کار کاوه.
دغه خبره المانۍ «بیلډ» ورځپاڼي نن د حکومتي منابعو په حواله کړې ده. د ورځپاڼي په حواله دغه ګروپ چي په محل کي یې د جرمني د پوځ او پولیسو سره کار کاوه، خاصتاً له ډیر خطر سره مخامخ دي. ځکه چي طالبان به تر ټولو دمخه د غربي قواوو له محلي کارکوونکو سره حساب وکړي.
د بیلډ ورځپاڼي د څیړنو پراساس اوس دا توضیح کیږي، چي څومره کسان غواړي واقعاً جرمني ته راسی. د کورنیو چارو وزارت د مسؤلو مقاماتو د معلوماتو پراساس ویل کیږي چي ۵۰۰ افغان محلي کارکوونکي غواړي، جرمني ته راسی. د هغوی د فامیلونو د غړو سره یو ځای د هغوی تعداد تر ۳۵۰۰ تنو پوري رسیږي.
د جرمني د بهرنيو استخباراتو ادرې د مشر، برونو کال د اټکلونو پراساس د سپټمبر تر ترهګري بریدونو شل کاله وروسته هم د القاعده شبکې او داعش خطر له منځه نه دی تللی.
برونو نن دوشنبه المانۍ ورځپاڼي،«زوید څایټونګ» ته وویل چي «موږ په اوس وخت کي د دغو ډلو د نه خطر د اعلانولو هیڅ دلیل نه وینو«. په خبره یې په عراق او سوریه کي د ترهګرۍ پرضد مبارزه کي پر بریالیتوبونو سربیره د ترهګرو تعداد ډیر سوی دی.
ورځپاڼي د برونو په حواله همدارنګه لیکلي دي چي «دغه جهادیان کولای سي نن ورځ نه یوازي په محل، بلکي تر هغه دباندي هم حملې وکړي او هم يې طرحه کړي.»
د برونو په خبره د ترهګري جوړښتونو د پراخیدو خطر خصوصأ په هغو ځایو کي ډیر دی، چیري چي «دولتي حاکمیت او ارګانونه» موجود نه وي. هغه دغه ډول یو خطر تر ټولو دمخه په منځني ختیځ، د صحرا په هیوادونو، د افریقا په جنوب او تر یوه حده پوري مرکزي اسیا کي ویني. هلته له ترګرو ملیشو سره خلګ هم یو ځای کیږي، ځکه چي په خبره یې دا هغو ته دا مهمه وي، چي دولتي خلا ډکه سي. خو ترهګر ګروپونه بیا کوښښ کوي له دې لاري د قدرت د تقسیم په موضوع کي سهیم سي.
د برونو په حواله د ترهګري سازمانونو د پراختیا او وسعت پر ضد فقط یوه لار موجوده ده او هغه داچي «هلته باید حضور» ولرو. ورځپاڼه یې په حواله همدارنګه لیکي چي «موږ باید د دغو هیوادونو، په کومو کي چي دغه ډول یو حالت رامنځته سوی او یا رامنځته کیږي، څنګ ته ودریږو.»
د برونو په حواله اروپا باید ټول امکانات په کار واچوي، څو د ساحل دولتونو سره کومک وکړي او دا باید ورته معلومه وي چي «دا زموږ همسایه سیمه ده، د کوم ځای څخه چي امنیتي خطر مستقیمأ اروپا ته راجع کیدلای سي.»
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو راوتلو ته په اشارې سره برونو وویل، چي په ۲۰۰۱م کال کي دا «مطلقأ سمه خبره وه» چي هلته د ترهګرۍ د رامنځته کیدو د خطر په مقابل کي ودریږو. خو اوس دا د طالبانو په ګټه هم ده، چي «ترهګري جوړښتونه او سازمانونه د افغانستان څخه دباندي را و نوزي.»
برونو ورځپاڼي ته همدارنګه ویلي دي چي د افغانستان له ماموریت څخه مهم عبرت باید داوي چي «د امکان تر حده پوري د ترهګرو سازمانونو د نه کنټرولیدونکي وسعت په مقابل کي ودریږو او مخنیوی یې وکړو.» خو هغه په عین حال کي دا هم وویل چي غربیان باید «دغو هیوادونو ته داسي هوايي وعدي ور نه کړي، لکه د دیموکراسۍ صادرول او د قانون حاکميت.»