د آلمان د اقتصاد وزير په نا اعلان شوي سفر اوکراین ته رسیدلی
۱۴۰۲ فروردین ۱۴, دوشنبهد المان د صدراعظم مرستیال رابرت هابیک د دوشنبې په سهار د یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې پر سیاسي چارو د خبرو اترو له پاره کیف ته رسیدلی دی. هغه وویل چې د خبرو اترو هدف اوکراین ته د دې خبرې «ډاډ ورکول» دي چې تر جګړې وروسته به دغه هیواد بیرته ورغول شي.
روسيې په نوي دکترين کې امريکا خپل اصلي دښمن بللې
د رپوټونو په حواله د المان د پلاوي او کیف د چارواکو ترمنځ په خبرو اترو کې به په اوکراین کې د انرژۍ د اساسي زیربناو پر بیارغونې توجه متمرکزه وي.
زمونږ د فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:
زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:
رابرت هابیک د المان د اقتصادي چارو وزیر هم دی. هغه وویل چې د پانګونې اړوند ځینې پریکړې لادمخه شوي دي او یو شمیر به ډیر زر وشي.
له هغه سره په دې سفر کې د المان د صنعتي فدراسیون مشر سیګ فرید رسورم او یو کاروباري پلاوی هم ملګری دی. رسوم وویل: «د اوکراینیانو له پاره دا سفر یوه اشاره ده چې د المان صنعت هم ورسره ولاړ دی.»
د ۲۰۲۲م کال د فیبرورۍ په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته کیف ته د هابیک لومړی سفر دی. په لومړیو کې پر المان انتقاد کیده چې د مرستې په برخه کې ډیر شاته پاتې شوی دی، خو اوس المان د اوکراین یو له مهمو پوځي متحدینو څخه دی.
آلمان اوکراین ته ۱۸ «لیوپارډ-۲» جنګي ټانکونه ولیږل
دې وروستیو کې د آلمان حکومت کیف ته ۱۸ لیوپارد او ۲ نور جنګي ټانکونه ورکړي دي، چې په هکله یې ویل کیږي دا د لویدیځ په وسلو کې تر ټولو ډیرې پیاوړې وسلې دي.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص