جرمني له کولمبیا سره د مسلکي کارگرو په هکله تړون لاسلیکوي
۱۴۰۳ شهریور ۲۹, پنجشنبهد آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر، په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې «موږ غواړو د ناامیده پناه غوښتنې د لارو چارو مخنیوی وکړو او په دوامداره توګه د هغو کسانو د بیرته اخراج بهیر عملي کړو چې په آلمان کې د پاتېدو حق نه لري.
فیزر زیاته کړې ده چې په عین وخت کې موږ په آلمان کې په مختلفو برخو کې د هغو مسلکي کارګرو د جذب له پاره چې موږ ورته عاجله اړتیا لرو، روزنیز او تعلیم فرصتونه برابروو.
آلمان له وړاندې نه دغه راز تړونونه له هندوستان، ګرجستان، کینیا، ازبکستان او مراکش هیوادونو سره لاس لیک کړي دي. د دغه تړونونو پر اساس د نورو موضوعاتو ترڅنګ به د هغو کسانو اخراج هم اسانه شي چې په آلمان کې د پاتېدو حق له لاسه ورکوي.
د حکومتي شمیرو له مخې آلمان ته زیاتره راغلي کډوال د سوریې، افغانستان او ترکیې هیوادونو اتباع دي. آلمان په دې وروستیو کېافغانستان ته د ۲۸ مجرم کډوالو یوه ډله هم اخراج کړه، داسې اقدام چې په آلمان کې ګڼ شمیر د مهاجرو سازمانونو ورباندې تندې نیوکې وکړې.
آژانسونه، خ.ح / ن.ز