فيزر غواړي چې د آلمان د حياتي زېربناوو حفاظت پياوړی کړي
۱۴۰۱ مهر ۲۳, شنبهفيزر د آلمان »زيود دويچه« ورځپاڼې ته ويلي دي چې »د اوکراين په وړاندې د روسيې تهاجمي جګړه په داخلي امنيت کې هم يو زماني اوښتون دی. موږ ورته ملا تړو.«
يادې وزيرې دا هم وويل چې »زموږ د حساسو زېربناوو حفاظت تر ټولو زيات لومړيتوب لري« او دا چې امنيتي ادارې »په هر ځای کې چې لازم وي اضافه امنيتي تدابير« پورته کوي. د مثال په ډول د سمندري زېربنا حفاظت »په بحر کې د فدرالي پوليسو د خورا زيات کړل شوي حضور له مخې« تر سره کيږي.
فیزر اعلان وکړ چې کابينې ته به سږ کال لا د یوه نوي قانون له پاره يو څو مهم ټکي وړاندې کړي.د اروپا اتحادیه د پایپلاین سوری کیدل سبوتاژ بولي
د هغې په خبره د »طبيعي ناورينو، ترهګرۍ، سابوتاژ او انساني تېروتنو په څېر د خطرونو په وړاندې هراړخيز چمتوالی« لازم دی. د آلمان د ښارونو د اتحاديې مشر، هېلموټ دېدي، پر حکومت غږ وکړ چې ولس ته د انرژۍ د کمښت او سابوتاژ په څېر د پېښو د عواقبو په هکله لا زيات معلومات ورکړي.
د هغه په خبره برېښنا د بشپړ قطع کېدو ګواښ جدي دی. خو د اوبو او ګرمۍ بېړنی سمبالښت يوازې »د حد اکثر ۷۲ ساعتونو له پاره امکان لري.«آلمان: د ګازو ذخیرې مو په چټکۍ د ډکیدو په حال کې دي
دېدي خبرداری هم ورکړ چې ځايي د بېړنيو پېښو اداره په يوازې ځان ډېرو دغه ډول حادثو ته اوږه نه شي ورکولی. د هغه په خبره علاوه پر دې په آلمان کې خلک »له کړکېچونو او ناورينونو سره تر اوسه پورې نابلده« دي.
د روسيې له خوا د اوکراين پر ضد د تهاجمي جګړې له کبله چې آلمان پکې په ښکاره ډول د کيف په طرف ولاړ دی، د آلمان پر زېربناوو باندې د هدفمنو بريدونو وېره زیاته شوې ده. يوه اوونۍ مخکې د آلمان د اورګاډو د کيبلونو په شبکه کې سابوتاژ يا لاسوهنې د آلمان په شمال کې د ډېرو اورګاډو د تګ راتګ مخه نيولې وه. له روسيې څخه آلمان ته د غځېدلو ګازي نيل ليکو نورد ستريم ۱ او ۲ په اوږدو کې د دنمارک يوه ټاپو ته څېرمه د سپتمبر مياشتې په پای کې څلور سوري وموندل شول چې د دنمارک او سويډن د يوه ګډ رپوټ په حواله د سختو چاودنو له لارې رامنځ ته شوي وو.
آ./ن.ص./ا.ا.