اردوغان نن په دريم ځل د ولسمشر په توګه لوړه کوي
۱۴۰۲ خرداد ۱۳, شنبهپه پارلمان کې تر لوړې وروسته به په پلازمېنه انقره کې د هغه په ماڼۍ کې يوه پرتمينه غونډه جوړه شي چې د نړۍ په لسګونو مشران به پکې ګډون کوي. اردوغان د می په ۲۸مه د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو ګټلی و او د فبرورۍ مياشتې د يوې سختې زلزلې تر پېښېدو او د اقتصادي کړکېچ او سختو نيوکو سربېره يې ډېری رايې خپلې کړې دي.
اردوغان ۵۲،۱۸ سلنه رايې او د هغه سيال کمال قليچ داروغلو په ولسمشريزو ټاکنو کې ۴۷،۸۲ سلنه رايې خپلې کړې وې.
د اردوغان کاري لومړيتوب به د اقتصادي ناکراريو هوارول وي چې په ترکيه کې د پيسو د پړسوب يا انفلاسيون کچه اوس ۴۲،۷۰ سلنې ته رسېدلې ده. د شنبې په ماښام به نوموړی خپله نوې کابينه هم معرفي کړي. د ترکيې د نوي پارلمان غړو د جمعې په ورځ لوړه وکړه چې اردوغان هم په دغه ناسته کې ګډون درلود. د پارلمان غړي د می په ۱۴مه تر انتخاباتو وروسته په لومړي ځل بېرته سره راټول شوي ول.
ای اف پي/ن.ص./ا.ا.