د ازبکستان سفير خپل باور لیک د طالبانو خارجه وزير ته وسپاره
۱۴۰۳ آبان ۳۰, چهارشنبهد طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې د ازبکستان نوي سفیر، ایبک عثمانوف نن چهارشنبه (د ۲۰۲۴م کال د نومبر ۲۰) د خپل باورلیک کاپي د نوموړي وزارت سرپرست امیرخان متقي ته سپارلې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې امیرخان متقي د ازبکستان د نوي سفیر د باورلیک د اخیستلو پر وخت د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ باندي ټینگار کړی دی.
متقي همدارنگه د دواړو هیوادونود سفارتونو فعالیت د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختگ ښه نښه بللې او په افغانستان کې د ازبکستان له خوا د سترو اقتصادي پروژو د عملي اقداماتو غوښتونکی سوی دی.
ددغې خبرپاڼې له مخې، د ازبکستان سفیر همدارنگه ویلي دي چې د طالبانو د ادارې تر حاکمیت لاندي به په دغه ماموریت کې له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړي کیدو په برخه کې هلې ځلې وکړي.
که څه هم د طالبانو اداره تر اوسه د ازبکستان په شمول د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل سوې، خو ازبکستان د طالبانو د حاکمیت په دریو کلونو کې د طالبانو له ادارې سره ښې اړیکې درلودلې دي.
ازبکستان د روان لمریز کال د میزان په میاشت کې، عبدالغفار بحر په تاشکند کې د طالبانو د ادارې د سفیر په توگه ومانه.
افغانستان اوازبکستان گډه پوله لري او طالبان تل له دغه هیواده د تجارتي اړیکو د ښه کیدو او همدارنگه د افغانستان په دننه کې د اقتصادي پانگونې غوښتونکي سوي دي.
د طالبانو د ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه پوري نیژدې ۴۰ سفارتونه او سیاسي نمایندگۍ یا ددغې ډلې ادارې ته سپارل سوي او یا هم د هغوی له خوا استول سوو ډیپلوماټانو له خوا اداره کیږي.
طالبان له افغانستان څخه بهر پر ډیپلوماټیکو استازولیو باندي د لا ډیرنفوذ په هڅه کي دي. د افغانستان نور پاته ډیپلوماټیکي نمایندگۍ یا تړل سوي دي او یا هم د جمهوریت د حکومت د وخت د ډیپلوماټانو له خوا پر مخ وړل کیږي.
GP/BS/Ebrahimkhil, Shakila