1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

اورشيندې ته د ژوندیو حیواناتو او نباتاتو د غورځولو مذهبي دود

۱۴۰۱ خرداد ۲۷, جمعه

په اندونیزیا کې د پیړیو پخواني مذهبي دود له مخې زرګونه قبایلي هندوان د قربانۍ او نظرانې په خاطر د یوه اورشيندنې خولې ته رسیدلي دي. دوی له هغه ځایه ژوندي چرګان او اوزې د نظرانې په توګه خوټیدونکي آتش فشان ته غورځوي.

https://p.dw.com/p/4CrBx
BdTD Indonesien Opfergabe am Mount Bromo Vulkan
انځور: Getty Images/AFP/J. Kriswanto

د اندونیزیا په ختیځ جاوا سیمه کې د ماؤنټ برومو په نوم غر د پاسه د میشتو قبایلي هندوانو دغه عمل یو د پېړیو پخوانی مذهبي دود دی چې اوس هم هر کال د ټینګر قبایلي اوسیدونکو له خوا په خورا لیوالتیا سره لمانځل کیږي.

دغه مراسم «یادنیا کاسادا» نومیږي چې د لمانځلو له پاره یي په زرګونو هندوان لڅي پښې د برومو اورشيندې خولې ته ځان رسوي.

له هغه ځایه دوی له ځان سره وړي د قربانۍ ډیر حیوانات او ډول ډول نور شیان د نظرانې په توګه اورشیندې ته غورځوي. په دغو حیوانانو کې له چرګانو نیولې بیا تر بزو او پسونو پورې شامل وي. د دې ترڅنګ د مختلفو فصلونو کرنیز محصولات او متنوع توکي شامل وي.

هدف د معبودانو خوشحالول دي

د دوی د عقیدې له مخې د دې قربانۍ او نظرانې موخه د هندو معبودانو خوشحاله کول وي، چې د قربانۍ په بدل کې زیارت کوونکو ته روغتیا، سوکالي او ښه فصلونه ورکول کیږي.

د اورشيندې له خولې څخه ډېر ژور په خوټیدونکي اور یا لاوا کې غورځول کیدونکو شیانو کې سبزیجات، میوې او ګلان هم شامل وي.

په زړه پورې خبره خو دا ده چې د دې آتش فشان د خولې له پورتنۍ برخې لږ لاندې یو شمیر سیمه ایزو خلکو له مختلفو جالونو سره ځانونه د دې له پاره له زیارت کوونکو څخه پټ کړي وي، چې له پاسه تر غورځول کیدو وروسته او لاندې تر غورځیدو مخکې د نظرانې او د قربانۍ حیوانات ژوندي ونیسي او د شپې په تیاره کې یې بې له دې چې څوک پرې پوه شي له ځان سره کور ته یوسي.

Indonesien Kasada Zeremonie am Vulkan Bromo
انځور: Getty Images/AFP/J. Kriswanto

ټینګر هندو زیارت کوونکي خپل نظرانې په څو میله فاصله کې د خپل سر دپاسه په غریزو او خطرناکو لارو د اورشيندې تر خولې پورې رسوي، چې د دوی په باور تل یې بیا ثمره وينې.

د یادنیا کاسادا تاریخ

د ماؤنټ برومو پر غره واقع دغه آتش فشان یا اورشیندی په دغو مراسمو کې مرکزي رول لري.

د دودیزو کیسو له مخې دغه مراسم په پنځلسمه پيړۍ کې له هغه وخت راهیسې هر کال لمانځل کیږي چې د جاوا د هغه وخت د یوه هندو پادشاه په کور کې هیڅ ماشوم نه پيدا کیده، پادشاه له خپلې ملکې سره یوځای دې غره ته نظرانه وړاندې کړې وه، چې په بدل کې یي د دوی په باور د دې شاهي جوړې په کور کې په ترتیب سره ۲۵ ماشومان وزیږدل.

د یوه بل روایت له مخې د همدې هندو پادشاه تر ټولو کشرې لور د دې له پاره دغه اورشیندې ته دانګ وهلي و او د خپل ژوند نظرانه یي وړاندې کړې وه چې د خپلې کورنۍ او ټينګر قبائلو خوشحالي تضمین کړای شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز