د شکرې ناروغي:ولې د جنوبي آسيا وګړي ډېر له خطر سره مخامخ دي؟
۱۴۰۳ آذر ۸, پنجشنبهد «د لانسيت» په معتبره څېړنیزه مجله کې د خپرو شويو معلوماتو په حواله په ټوله نړۍ کې تر ۸۲۸ ميليونو ډېر لويان په ډايبېتېز مېلېتوز يا شکرې ناروغۍ په دويم ډول اخته دي. د ۱۹۹۰ او ۲۰۲۲م کلونو په موده کې په شکرې د اخته شويو شمیر ۶۳۰ ميليون دی.
په داسې حال کې چې د شکرې ناروغي په ټوله نړۍ کې د انديښنې وړ کچې ته رسېدلې ده، څيړونکو موندلې ده چې د جنوبي آسيا د هېوادونو خلک په ځانګړي توګه له دې حالت سره له تړلو روغتيايي خطرونو سره مخامخ دي.
څيړونکي وايي چې د جنوبي آسيا رېښې لرونکو کسانو کې د اروپايي رېښې لرونکو په پرتله د شکرې په دويم ډول د اخته کيدو احتمال څلور وارې ډېر دی.
همدا راز ويل شوي دي چې د جنوبي آسيا رېښې لرونکي په اوسط ډول د نړۍ د نورو وګړو په پرتله لس کاله ترمخه په دې مرض اخته کيږي.
د بريتانيا د لندن د ميري کوين پوهنتون څخه اپيديمولوژیسته منزه صديقي، وايي: «د شکرې دويم ډول په هند او پاکستان کې د وبا په تناسب موجود دی او په بنګله ديش کې هم په ډېره چټکۍ د ډېريدو په حال کې دی. وروستيو اټکلونو ښوولې ده چې د شکرې د دويم ډول تر ۳۳ سلنه ډېر ناروغان د جنوبي آسيا وګړي دي. [کډوال او غير کډوال]»
نوموړې وويل چې په هند کې د شکرې د دويم ډول د ناروغانو شمير تر ۲۱۲ میليون ډېر او په پاکستان کې ۳۶ ميليونه دی چې له دې ډلې کابو نيمايي مريضان درملنې ته لاس رسی نه لري.
صديقي، وويل: «د جنوبي آسيا خلک د اروپايانو په پرتله د شکرې د دويم ډول په کنترول کې پاتې راځي او د مرض د پيچلي کيدو لکه د زړه، پښتورګو او يا ينې په مرضونو د اخته کيدو خطر یې ډېر دی.»
ولې د جنوبي آسيا ميراث لرونکي ډېر په شکره اخته کيږي؟
ډايبېتېز يوه مزمنه ناروغي ده او هغه وخت رامنځته کيږي چې کله پانکراس يا پانقراس په سمه توګه کار نه کوي او په کافي اندازه انسولين نه توليدوي.
انسولين په وينه کې د بورې يا شکرې د منظمولو يو اړين هارمون دی او مرسته کوي چې بوره [ګلوکوز] حجرو ته داخله شي.
د انسولين نه شتون په دې معنا وي چې حجرې هغه ګلوکوز چې د انرژۍ د توليد له پاره ورته اړتيا لري، نه شي ترلاسه کولی. د وخت په تېريدو سره دا چاره د بدن سیسټم ته جدي زيان رسولی شي.
د شکرې لومړی ډول [Type 1 diabetes] يوه اټوايمون يا خود ايمني ستونزه ده چې په ترڅ کې یې د بدن خپل د معافيت سیسټم د پانقراس پر بيټا حجرو بريد کوي او د انسولين د توليد د کمېدو باعث ګرځي.
د شکرې دويم ډول [Type 2 diabetes] چې ۹۶ سلنه قضیې د همدې ډول دي، مختلف دی: دا ډول یې د وخت په تېرېدو سره د بېلا بېلو فکتورونو لکه د خوړو، بدن د وزن او يا عمر په ډېريدو سره رامنځته کيدلی شي.
جنیتک هم د شکرې په دويم ډول د اخته کیدو په برخه کې مهم نقش لري. د امريکا متحده ايالاتو د کاليفورنيا د سان فرانسسکو د پوهنتون يوه استاده الکا کايانا، وويل چې د جنوبي آسيا په پس منظر لرونکو خلکو کې دا جنتيکي د خطر فکتورونه د شکرې د مخه پړاو یا پیش دیابت څخه د شکرې اصلي پړاو ته پرمختګ ډېر چټکوي.» پيش ديابت هغه حالت ته ويل کيږي چې په وینه کې د بورې کچه له طبيعي کچې لوړه وي خو لا په ديابت يا شکرې ناروغۍ باندې نه وي بدله شوي.
کايانا، دويچه ويله ته وويل چې د دې په نتيجه کې يو کس ښايي د ناروغۍ په بشپړه توګه د را برسيره کيدو د مخنيوي له پاره د ځان عيارولو له پاره لږ وخت ولري.
د بريتانيا میشتو آسيايانو د شکرې ناروغۍ جنيتکي لاملونه
د «نيچر میډيسن» په نامه مجلې کې خپره شوې یوه بله نوې څېړنه ښيي چې جنتیکی عوامل د اروپايانو په پرتله د جنوبي آسيا سره د تړاو لرونکي نفوس په منځ کې د ديابت د وخته له مخکې رامنځته کيدو باعث کيږي.
د دې څېړنې په ترڅ کې د بريتانوي وګړو جنيتیکي معلومات د پاکستاني او يا بنګله ديشي میراث يا رېښې لرونکو سره پرتله شول.
په دې ترڅ کې وموندل شول چې په دغو کسانو کې د پانقراس له کاره د لوېدو لوړ جنتيکي خطر موجود دی څو د يوه انسان د ژوند په موده کې په کافي اندازه انسولين توليد کړای شي.
صديقي، په دې اړه وايي: «په دې کسانو کې هغه یې چې د بنګله ديش ميراث لري د پاکستانيانو په پرتله پکې دغه جنیتيکي خطر لوړ دی.»
څيړنې موندلې ده چې د جنوبي آسيا وګړي يو معين جين لري چې د دې لامل ګرځي چې چربي د بدن په غير مناسبو برخو کې ذخیره شي.
د ميري کوين پوهنتون څخه اپيديمولوژيسته منزه صديقي، وايي: «[دا په دې معنا ده چې] جنوبي آسيايان په عمومي توګه ظاهراً نورمال [BMI] يا د بدن ډله ایز شاخص لري خو چربي یې د بدن په «خوندي» ځايونو لکه په ورون او يا مټو کې د ذخير کیدو پر ځای د ينې يا ځېګر او يا د بدن د مرکزي غړيو په شا او خوا کې راټوليږي.»
څېړنې موندلې چې دا جنيتيکي خطرونه د جنوبي آسيا رېښې لرونکو کسانو کې د شکرې د دويم ډول د له وخته مخکې اخته کيدو او د درملو د ناقصې اغیزې اصلي لامونه دي.
د ژوند د طرز فکتورونه
د ژوند د طرز فکتورونه هم د شکرې پر ګواښ اغیزه کوي. په داسې حال کې چې خلک خپل «جنيتيکي پس منظر ته تغير نه شي ورکولی، د روغتيا د برخې کارپوهان وايي په اصطلاح د ژوند د طرز تغیرات کولی شي د شکرې په دويم ډول د اخته خطر په کمولو کې مرسته وکړي.
د کاليفورنيا د سان فرانسسکو د پوهنتون استاده الکا کايانا، وايي: «د نویو څېړنو په ترڅ کې د دې د موندلو هڅه کيږي چې د هوا د ککړونکو موادو څخه په هوا کې د بي ام ۲،۵ ذراتو سره تماس په خپلواکه توګه د ديابت د دویم ډول د رامنځته کيدو له لوړ خطر سره اړیکه لري. په دې اړه هم اندیښنې موجودې دي چې دوامداره عضوي هوا ککړونکي مواد د ځيګر د چربۍ، د انسولين په مقابل کې د مقاومت او د شکرې په دويم ډول د اخته کیدو خطر لوړوي.»
د شکرې د دويم ډول ناروغۍ کابو ۵۰ سلنه قضيې د بدن په ډله ايز شاخص پورې اړه لري او د ځينو ځانګړو خوړو په ډېره اندازه خوړل هم لکه پروسس شوې غوښه، د شکرې له لوړې کچې سره تړلي دي.
کارپوهان وايي چې هره ورځ ورزش او د بوره لرونکو خوړو نه کارول په شکرې د اخته کيدو د خطر په راکمولو کې مرسته کولی شي.