د نړۍ د تر ټولو ګران بيه جنګي الوتکې پاته شوني وموندل شول
۱۴۰۲ شهریور ۲۸, سهشنبهد امريکا پوځويلي دی چې د جنوبي کېرولاینا ايالت له ساحل څخه د لادرکه شوې جنګي الوتکې «اف – ۳۵ لایټننګ دوم» پاتې شونې یې موندلې دي.
پوځي چارواکو د ټولنیزو رسنيو د ايکس [پخوانۍ تويتر] شبکې له لارې ويلي دي: «د سیمې خلک باید دې ځای ته له راتلو ډډه وکړي ځکه زموږ د مرستې ډله د الوتکې د رالویدلې د ساحې په خوندي کولو بوخت ده.»
د دې اعلامیې په حواله د جارلسټن هوايي ځواکونو اډې له سيمه ایزو چارواکو سره په ژوره همغږۍ او همکارۍ د وليمزبرګ سيمې په يوه ميدان کې د دې الوتکې پاتې شوني موندلي دي.
د يکشنبې په ورځ ماسپين موده تر یوې نامعلومې تخنيکي ستونزې وورسته د الوتکې پېلوټ ځان له الوتکې را ايستلی وو او تر دې وروسته د امريکا پوځ له خپلې دې ستيلت الوتکې سره چې ۸۰ ميليون ډالر ارزښت لري، اړيکه پرې شوه.
چارواکو تر دې وروسته د دغه الوتکې د لټون په برخه کې له خلکو هم مرسته وغوښتله.
دا ډول اف – ۳۵ جنګي الوتکې د لاک هيډ مارټن په نوم د تجهیزاتو او تکنالوژۍ شرکت جوړوي او دا ډول جنګي الوتکې د نړۍ په تر ټولو عصري پوځي الوتکو کې شميرل کیږي.
ويل کیږي چې اف – ۳۵ په نړۍ کې د وسلو د خپل ډول تر ټولو ستر او ګرانه بيه پروګرام دی.
زموږ له آرشيف څخه: