«د ترکیې او ایران ترمنځ د رقابتونو د کنترولو وخت دی»
۱۴۰۰ مهر ۱۲, دوشنبهپه دیپلوماتیکو چارو کې د متحده عربي اماراتو سلاکار انور قرقاش وایي چې د موجوده حالاتو په پام کې نیولو سره اوس باید پر پالیسیو له سره غور وشي. د هغه په خبره اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې په سیمه کې له ایران او ترکيې سره له اوږدې مودې راهیسې روان رقابتونه د مذاکراتو له لارې حل کړای شي، څو په سیمه کې د کوم بل نوي تقابل یا ټکر رامنځته کیدو مخه ونیول شي.
په داسې یو وخت کې چې متحده عربي امارات او نور خلیجي هیوادونه د مالي کړکېچ سره د مقابلې هڅه کوي، په دیپلوماتیکه کچه هم له نویو ننګونو سره د مقابلې کولو غږونه پورته کیږي.
د سړې جګړې خطرونه او اندېښنې
انور قرقاش د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې له یوې خوا په سیمه کې د امریکا پر پلانونو او ارادو باور نه شي کیدلی او له بلې خوا د واشنګټن او بیجنګ ترمنځ د سړې جګړې ګواښ هم د اندېښنې وړ دی.
خلیجي هیوادونه له چین سره ډیري ښې او نږدې تجارتي اړیکې لري، بل لور ته دغه ټول هیوادونه د امریکا پوځي مرستو او ملاتړ ته هم ضرورت لري.
په داسې حال کې چې له ایران سره د امریکا او لویدیځو هیوادونو له خوا د اټومي موافقې د بیرته را ژوندي کولو هڅې روانې دي، په افغانستان کې بیا طالبان واک ته رسیدلي دي.
انور قرقاش وایي: «په سیمه کې د امریکا د موجودیت په اړه به موږ راتلونکي وخت ته وګورو چې څه کیږي. موږ فکر نه کوو چې تر اوسه پورې کوم وضاحت موجود وي، خو د افغانستان وضعیت په باوري ډول یوه آزموېنه ده، که ریښتیا ووایو دا یو پریشانه کوونکی امتحان دی.»
د متحده عربي اماراتو دغه لوړپوړي چارواکي وویل: «موږ ته اړتیا ده چې خپله سیمه په لا ښه توګه منظمه کړو. یوه تشه موجوده ده او هرکله چې یوه تشه موجوده وي، نو هلته اندېښنې هم موجودې وي.»
متحده عربي اماراتو په دې وروستیو میاشتو کې د ایران او ترکیې سره د خبرو اترو له لارې د کشمکش کمولو هڅې هم کړي دي او اغیزې یې هم احساس شوي دي. خو د ایران د اټومي موافقې په ارتباط د متحده عربي اماراتو د سعودي عربستان دریځ دا دی چې که دغه موافقتنامه د توغندیو پروګرام پورې مشروط نه کړای شي، نو هیڅ معنی به ونه لري.
انور قرقاش زیاتوي: «ترکیې چې په دې وروستیو کې د مصر، اخوان المسلمین، سعودي عربستان او نورو په هکله پر خپلو پالیسیو له سره غور کړی دی، هغه خوشحاله کوونکې خبره ده. زما په اند موږ ته منځنۍ لاره اختیارول پکار دي.»
نوموړي د دې موضوع په تشریح کولو سره وویل: «موږ چې ترکیې ته هر څه وایو د هغې په هکله د دغه هیواد نظر مثبت پاتې شوی دی. آیا زه د ایران په باره کې ډیر مثبت نظر لرم؟ هو همداسې ده. آیا زه ډیر خوشبینه یم چې ایران به د سیمې په برخه کې خپل دریځ بدل کړي؟ دلته زه حقیقت پسنده یم، خو زه دا په یقین سره ویلی شم چې په ایران کې موجوده خلا او کشمکش د نظر په مشخص کیدلو کې دی.»
د ښاغلي قرقاش په خبره وبایي امراضو سیاسي لومړيتوبونه شاته پريښي دي او نور مسايل یې رامخته کړي دي، اوس مهمه اندېښنه د امریکا او چین د رقابتونو ترمنځ د بند پاتې کیدو په هکله ده.
هغه وویل :«موږ ټول د سړې جګړې له ویرې ډیر سخت اندېښمن یوو. دا زموږ ټولو له پاره بد خبر دی، ځکه په نړیوال نظام کې د انتخاب کولو مفکوره ډیره مشکله وي او زما په اند دا سفر به آسانه نه وي.»
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز