څو تاریخي پيښې چې د کریسمس په ورځ رامنځته شوي دي
په ټوله نړۍ کې عیسویان د کریسمس پر مهال د حضرت عیسی ع د زیږدو ورځ په ځانګړو مراسمو سره لمانځي. په دې انځوریز رپوټ کې یو شمیر داسې تاریخي پيښو ته اشاره شوې ده چې په همدې نیټې پورې منسوبې دي.
د لمر خدای، شکست نه خوړونکی لمر
دا چې عیسی ع د دسمبر میاشتې پر ۲۵ زیږدلی دی، هیڅ ثبوت نشته. خو د هغه د زیږدو جشن د لمانځنې په موخه دا نیټه کیدای شي ځکه هم انتخاب شوې وي چې مخکې تر دې هم ټولو لویو مذهبونو د یخنۍ په موسم کې له استوا لیکې څخه د لمر د لیري کیدو جشن لمانځه. له دې ډلې څخه یو هم د Sol Invictus یا ماته نه خړونکی لمر په نامه مذهب وو چې بنسټ یي د ۲۷۴م کال د دسمبر میاشتې پر ۲۵ نیټه د روم پادشاه ایښوی وو.
د چارلمین تاج پوشي
د آلمان قدرتمند پادشاه چارلمین يا ستر کارل (چې د سلطنت یا امپراطورۍ تاج تر پرسر کولو مخکې یي اروپا تر خپل بیرغ لاندې راوستلې وه) د دسمبر پر ۲۵ نیټه د یونانیانو امپراطور ټاکل شوی وو. د چارلمین دور د سوکالۍ او عیسویت دین د خپریدو یوه طلایي دوره بلل کیږي.
د سانتيګریت درجې استعمال
سویډني ستوري پيژندونکي اندریس سیلسيوس په لومړي ځل په ۱۷۴۲م کال کې د حرارت درجې د اندازه کولو له پاره د Celsius یا سانتیګریت ترمامیټر معرفي کړ. خو ځيني منابع وایي چې دا اله په لومړي ځل د ۱۷۴۱م کال د دسمبر میاشتې پر ۲۵ نیټه کارول شوې وه.
د سپين پوستو د یوه افراطي سازمان بنسټ ایښودل
په ۱۸۶۵م کال کې د جنوبي اتحاد تر ماتې وروسته په امریکا کې کورنۍ جګړه پای ته ورسیدله. په همدې کال د دسمبر مياشتي ۲۴ نیټه د سویلي اتحاد یو شمیر سرتیرو په خپلو کې یوه غونډه وکړه او د Ku Klux Klan په نامه د یوې محرمې ټولنې بنسټ یې کيښود. دا ټولنه د سپين پوستو د امتیاز په خاطر له تشدد څخه پر کار اخیستنې باور لري.
د جګړې پر مهال موقتي سوله
د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال چې هر لوري د انسان وژنه روانه وه، ځيني داسې شیبې هم وې چې د امن او هیلو ډیوې یې روښانه کولې. همداسې یوه شیبه د ۱۹۱۴م کال له کریسمس څخه یوه ورځ مخکې وه، کله چې د فرانسې په شمالي سرحدونو کې د بریتانوي او آلماني ځواکونو ترمنځ موقتي اوربند رامنځته او دواړو دښمنانو په ګډه د کریسمس سندرې وویلې او یو بل ته یې سوغاتونه ورکړل.
په افغانستان کې کریسمس
د ۱۹۷۹م کال د دسمبر مياشتي پر ۲۴/ ۲۵، هغه نیټه وه چې د شوروي اتحاد ځواکونو په لومړي ځل پر افغانستان حمله وکړه او دوې ورځې وروسته یې حفیظ الله امین د خپلو کوماندویانو په وسیله وواژه. همدا برید د هغې لس کلنې جګړې پيل وو چې بالاخره له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د عسکرو په وتلو پای ته ورسید. په حقیقت کې همدې حملې د یوې اوږدې کورنۍ جګړې بنسټ کیښود چې افغانان تر نن ورځې ترې کړیږي.
په نړۍ کې د انټرنټ آزمایښت
له ۱۹۶۰م کال راهیسې د ابتدایي کمپیوټرونو د شبکې پر وصلولو کار وان وو، خو په ۱۹۹۰م کال کې د کریسمس په ورځ د لومړي ځل له پاره په نړیواله کچه د انټرنټي شبکې د وصلولو آزمايښت وشو. په دې ورځ د لومړي ځل له پاره سائنسپوهان وتوانیدل چې د ویب براوزر او انټرنټي سرور ترمنځ په بریالیتوب سره اړیکه ټینګه کړي.