1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د تاجيکستان او افغانستان سره په سرحد کې پر چینایانو برید شوی

۱۴۰۳ آبان ۲۹, سه‌شنبه

د چین د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ تائیده کړه چې د افغانستان او تاجکستان سره په سرحدي سیمه کې د یوه برید په پایله کې یو چینایي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4nATl
 د افغانستان او تاجکستان سره په سرحدي سیمه کې یو چینایي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د افغانستان او تاجکستان سره په سرحدي سیمه کې یو چینایي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. انځور: picture-alliance/dpa/N. Kalandarov

د چین د بهرنیو چارو وزارت د فرانسې خبري آژانس ته په یوه خبر پاڼه کې ویلي دي: «د پيکینګ د وخت مطابق د نومبر په ۱۸ نیټه د تاجيکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې [د تاجيکستان په خوا کې] د یوه خصوصي چینایي شرکت پر کمپ برید شوی دی چې په پایله کې یې یو چینایي وګړی وژل شوی او څلورو نور ټپیان دي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «چین دغه له تاوتریخوالي ډک برید په سخته غندي او د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومي تسلیت وایي او د پيښې له ټپیانو سره غمرازي کوي.»

په دې خبرپاڼه کې د بریدګر یا بریدکوونکو هویت نه دی څرګند شوی او همدرانګه ویل شوي چې د چین سفیر له تاجيکستان څخه غوښتي دي چې «زر تر زره دې پيښې ته رسیدګي وکړي.»

خو د آزادۍ راډيو انګلیسي څانګې د سرچینو په نقل لیکلي دي چې دغه برید د وسله والو کسانو له خوا چې د افغانستان له سرحد څخه اوښتي دي صورت نیولی دی. تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه برید کوونکي د قاچاقبر بانډونو کسان ول، که په کومې ملیشه ډلې پورې یې تعلق درلود.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

تاجکستاني ځوانان ولي د داعش سره يوځای کيږي؟