چین وايي د افغانستان له نوي حکومت سره خپلي اړیکي ساتي
۱۴۰۰ شهریور ۱۷, چهارشنبهد چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وانگ ونبین د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کي د دغي پوښتني په جواب چي آیا د چین حکومت به د طالبانو نوی حکومت په رسمیت وپیژني، وویل چي دغه هیواد غواړي د نوي حکومت له رهبرۍ سره خپلي اړيکي وساتي.
هغه وویل: «د سرپرستي کابینې دغه اعلان په افغانستان کي له څه د پاسه دریو اونیو گډوډیو ته د پای ټکی کښیښود او د دغه هیواد د بیارغوني او نظم راوستلو له پاره یو ضروري گام دی.»
طالبانو تیره ورځ د خپلي کابینې سرپرستان اعلان کړل چي په هغو کي د امریکا متحده ایالاتو په تور ليست کي شامل کسان هم گډون لري. په ظاهره کي د طالبانو په سرپرسته کابینه کي ټول معرفي سوي کسان د دغي ډلي غړي او نیژدې کسان دي.
ځینو هیوادونو مخکي له دې په افغانستان کي د یوه همه شموله حکومت پر جوړیدو باندي ټینگار کړی وو.
د اگست مياشتي په نیمايي کي د طالبانو په وسیله د واک له ترلاسه کولو وروسته، چین په افغانستان کي د یوه خلاص او همه شموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې وه.
وانگ وویل چي چین د افغانستان د حاکمیت، استقلال او مځکني تمامیت حق ته درناوی کوي.
د چین د خارجه وزارت ویاند ویلي دي: «موږ هیله مند یو چي د افغانستان نوي چارواکي ټولو خلکو، قومونو او قشرونو ته په جامع ډول غوږ ونیسي تر څو د خپلو خلکو هیلو او د نړیوالي ټولني انتظاراتو ته رسیدگي وکړي.»
دا په داسي حال کي ده چي د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د سرپرستي کابینې په ليست کي ځینو شاملو کسانو په هکله اندېښنه ښودلې ده، خو په عین حال کي يې ویلي دي چي طالبان به د هغوی د کړنلارو پر اساس قضاوت کړي.
په عین حال کي د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د طالبانو د سرپرستي کابینې د اعلان په وړاندي محتاطانه غبرگون ښودلی دی. هغه د کانگو ديموکراتیک جمهوریت له ولسمشر سره د لیدني کتني پر مهال وویل: «مشکل دا دی چي دې ته دایمي ووایو، خو یوه مؤقتي کابینه معرفي سوې ده.»
د ترکیې ولسمشر زياته کړې: «موږ نه پوهیږو چي دغه مؤقته کابینه به تر څه وخته ادامه پیدا کړي. دا زموږ دنده ده چي په اوسني وخت کي دغه پروسه په احتیاط سره تعقیب کړو.»
پاکستان نن چهارشنبه د افغانستان د شپږو گاونډیو هیوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو د مجازي کنفرانس کوربه دی. د دغي ناستي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرغاړه لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي دي چي دغه غونډه د یوه سوله ایز او باثباته افغانستان ته د رسیدو له پاره د گډي همکارۍ په هدف ترسره کیږي چي د قوي اقتصادي اړیکو رامنځته کول ایجادوي.
GP/NZ/AG