1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د افغانستان پر بیا رغونې او د تعامل پر دوام ټینګار وکړ

۱۴۰۳ مهر ۲۸, شنبه

د اففانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازي په افغانستان کې د اروپایې ټولنې د ځانګړي استازي او یو شمیر نورو چارواکو سره د لیدو خبره کړې ده.او د خبرو تمرکز یې په افغانستان کې د اړیکو پر دوام او د دغه هیواد پر بیارغونې وې.

https://p.dw.com/p/4lyxT
د چین بیرغ  په بروکسل کې
په افغانستان کې د چین او اروپایې ټولنې استازو د دغه هیواد سره د اړیکو د تداوم په اړه خبري اترې کړي ديانځور: Thierry Charlier/AFP

د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي، يو شياونګ د شنبې په ورځ پر خپل ایکس پاڼې لیکي چې د اروپايي ټولنې له استازو په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نيکولسن سره ملاقات او خبرې کړي دي.

نوموړي دغه ملاقات چې په بروکسل کې شوی مهم بللی او ویلي یې دي چې «مونږ تعامل پر ادامې او د افغانستان د بیارغونې له پاره پر لا زیاتې پاملرنې» ټینګار وکړ.

د دې خبرو په اړه نور جزیئات نه دي ورکړل شوي او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍدرې کاله تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د دغې ډلې اداره په رسمیت نه ده پېژندلې. د دې باوجود د سیمې یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړې دي.

چين: افغانستان کې ديپلوماتانو ته اړتيا لرو

چین یو له هغو هېوادونو دی چې د طالبانو سفیر یې منلی او د افغانستان سفارت یې دغې ډلې ته سپارلی دی. پر دې سربیره چین له طالبانو سره د کانونو په برخه کې ستر اقتصادي تړونونه هم لاسلیک کړي دي.