اردوغان: ترکیې په توره بحیره کې د ګازو نوې ځېرمه کشف کړې
۱۴۰۰ خرداد ۱۵, شنبهد ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی دی چې د «فاتح» کېندونکې کيښتۍ د ساکاریا شمال ګازي ساحه کې ۱۳۵ میلیارده متر مکعب نور طبیعي ګاز کشف کړی دی.
نوموړي د فیلیوس بندر د پرانیستې په مراسمو کې وویل: «له دې کشف سره په توره بحیره کې د ترکیې د اکتشافي ګازو د زیرمو کچه ۵۴۰ متر مکعبو ته لوړه شوې ده.»
د اردوغان په خبره ترکیه غواړي بی له بهرنیو مرستو له دغې ساحې څخه ګټه پورته کړي.
شنونکي د هغه دغو څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې د سمندر په عمق کې کېندنه ډیر لګښت ته اړتیا لري او په دغو ساحو کې د استخراجیدونکو ګازو اصلي اندازه کیدای شي، تر هغې چې یادونه یې شوې ده کمه وي.
ترکیې تیر میلادي کال د ساکاریا په میدان یا ساحه کې د ۴۰۵ میلیارده مترمکعب ګازو د کشف خبر ورکړی وو چې دا په توره بحیره کې تر اوسه پورې د کشفیدونکو ذخایرو څخه تر ټولو لویه زیرمه ګڼل کیږي. په دې اړه تر اوسه پورې کومه خپلواکه ارزونه نه ده ترسره شوې.
ترکیه هرکال د ۴۵ تر ۵۰ میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز مصرفوي چې یوه لویه برخه یې باید د روسیې، ایران او اذربایجان په څیر له هیوادونو څخه وپيري.
دغه هیواد د خپلې وابستګۍ د کمولو له پاره د مدیترانې سمندر په ختیځ کې د ګازو د زیرمو کشفولو په هڅه کې دی. دغه کوښښونه تیر کال د ترکیې او د اروپايي اتحادیي د دوو غړو هیوادونو یونان او قبرس ترمنځ د شخړو رامنځته کیدو سبب شو، چې دغه سیمه او د ګازو احتمالي زیرمې یي خپلې بولي.
دویچه ویله: ش.ن/ ا.ا