جو بایدن په يوه ناڅاپي سفر کيف ته رسېدلی
۱۴۰۱ اسفند ۱, دوشنبهد فرانسې خبري آژانس د ژورناليستانو په حواله نوموړي پر اوکراين د روسیې د یرغل له پېليدو راهېسې کيف ته په خپل دې لومړي سفر کې د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي سره کتلي دي.
په مارينسکي ماڼۍ کې له زیلنسکي سره د ملاقات پر وخت بايدن وينا هم وکړه.
بایدن په دې ترڅ کې له اوکراين سره د يو ميليارډ ډالرو اضافي مرسته هم اعلان کړه او په داسې حال کې چې دغه شخړه لا دوام لري، اوکراين ته یې د امريکا او د هغه د متحدينو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
اړونده موضوع:آيا د اوکراين مرمۍ مخ پر خلاصيدو دي؟
نوموړي وويل: »يو کال وروسته کيف ولاړ. اوکراين ولاړ دی. ديموکراسي پر خپل ځای ده.«
د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د بايدن د سفر په اړه وويل: «ستاسو ليدنه د اوکراينيانو له پاره د ملاتړ يوه خورا مهمه نخښه ده.»
اړونده موضوع:ناټو له اوکراین سره ۱۱۲ میلیارده یورو مرسته کوي
تمه ده چي بايدن به د اوکراین ګاوندي هيواد پولڼد ته هم سفر وکړي.
سپيني ماڼي ويلي دي چې د وسلو مرسته چي بايدن به يې د دغه سفر په ترڅ کي اعلان کړي د توپخاني مهمات د هوايي څار رادارونه او زغروال وسايل به پکښې شامل وي.
زموږ له آرشيف څخه: