1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه کېله په ۶،۲ مليون ډالره وپلورل شوه

احمد ولي اڅکزی د فرانس پرس، ډي پي اې او اې پي له موادو
۱۴۰۳ آذر ۱, پنجشنبه

د کاغذي سلوشن ټېپ په مرسته پر ديوال نښلول شوې کيله هغه هنري توکی دی، چې په ۶،۲ مليون ډالره وپلورل شوه. دغې موضوع د هنر د تعريف په هکله بحثونه تاوده کړي دي.

https://p.dw.com/p/4nEUE
د امریکا متحده ايالات، نیویارک، ۲۰۲۴ کال، د سوتبي په لیلامځی کې د کیتلان د کیلې هنري اثر «کومېډين»
د کيلې دغه هنري اثر په مليونونو ډالره قيمت لريانځور: Sotheby's/dpa/picture alliance

يو هنري اثر چې پر ديوال د سلوشن ټېپ شوي يوې کيلې څخه متشکل دی، په مليونونو ډالره وپلورل شو. دغه پلور د هنر د تعريف په اړه تاوده بحثونه راپارولي دي.

د ایټالوي هنرمند موریزیو کاتیلان لخوا جوړ شوی ياد اثر د امريکا متحده ايالاتو د نیویارک په سوتبی د په ليلامځي کې په ۶،۲ میلیونه ډالرو وپلورل شو.

خو دغه اثر نه په غوړو رنګونو نقاشي شوې کومه تابلو ده، نه یو فکر راپارونکی عکس، او نه هم کومه ځانګړې مجسمه ده، بلکې دا یوازې یوه تازه مېوه ده.

د دغه اثر رانيوونکي چینايي الاصله د ډيجيټالي يا کريپټو پيسو متشبث، جسټين سن ټينګار وکړ چې «دا یوازې یو هنري اثر نه دی.» هغه زياته کړې: «دا یوه کلتوري پدیده ده چې د هنر، پر انټرنټ خپرېدونکو افکارو او کریپټو پيسو نړۍ سره اړیکې جوړوي."

دغه هم ولولئ: د ټایټانیک د يو مسافر ساعت په ۱،۴۶ میلیونه ډالره لیلام شو

هنر څه شی دی؟

دغه اثر چې «کامیډین» نومیږي، په ۲۰۱۹ کال کې د میامي بیچ په آرټ بازل نندارتون کې وړاندې شو. هغه وخت یې هم ډېر تاوده بحثونه راپورته کړل چې ایا دا هنر ګڼل کیدی شي که نه.

خو د سن په وینا، همدا د دې اثر اصل ټکی دی. هغه ويلي: «زه باور لرم چې دا اثر به په راتلونکي کې نور فکرونه او بحثونه وپاروي او د تاریخ برخه به شي.»

سن د کيلې او سلوشن ټېپ ګډ اثر لپاره له شپږو نورو سیالانو سره په ليلامي کې برخه واخيسته. دغه اثر د نيلامۍ له پیل څخه مخکې د يو او يونيم مليون ډالرو په حجم اټکل شوی قيمت درلود. پنځه کاله مخکې د دغه اثر قيمت ۱۲۰ زره ډالره و.

البته د سن لخوا اخیستل شوې کيله پنځه کاله زړه نه وه، بلکه هر ځل د دغه اثر لپاره تازه مېوه کارول کیږي، او دا درېیم ځل و چې کيله بدله کړل شوه.

لومړنۍ کيله د یو هنري نندارګر ډیویډ داتونا لخوا وخوړل شوه، چې ویې ویل هغه په میامي نندارتون کې د دې د معاینې پر وخت «وږی» و.

دغه هم ولولئ: د محمد علي سپورتي لباس لیلام ته وړاندې کيږي

د کيلې خوړلو نیت

سن چې د «ټرون» به نوم د کریپټو کرنسۍ د رانيولو او خرڅولو د پلټفارم بنسټ ایښودونکی دی، وویل چې هغه هم د خپل پانګې په توګه اخیستل شوې کيلې د خوړلو نیت لري.

سن ويلي: «په راتلونکو ورځو کې به زه شخصاً دا کيله د دې ځانګړي هنري تجربې د یوې برخې په توګه وخورم چې په هنري تاریخ او عامه کلتور کې یې ځای ته درناوی وکړم."

د سن لخوا د رانيول شوي اثر سره داسې يو سرټيفيکېټ يا تصديقپاڼه هم مله وه، کومه چې د دې پخلی کوي چې دغه هنري اثر په رشتيا هم د ايټالوي هنرمند کاتیلان لخوا جوړ شوی او همدارنګه پکښې لارښوونې شته چې کيله بايد څنګه بدله کړل شي، بېله دې چې هنر زيانمن شي.

آ./ا.ا./ب.ص.


 

«که طالبان هنري کارونو ته اجازه ورکړي هیواد ته ستنیږم»

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.