اردوغان: جګړه به د قره باغ د اشغال تر پایه ادامه ولري
۱۳۹۹ مهر ۱۲, شنبهارمنستان ادعا کړې ده، چې ترکيې قره باغ ته يو شمیر د ترکې ملاتړلرونکي سوريايي ملیشې استولي دي. خو آذربايجان بيا د ترکيې هر ډول پوځي مداخله تکذيبوي. دا په داسې حال کې ده چې ويل کيږي د ترکيې له ملاتړ څخه برخمنې يو شمیر سوريايي ملیشې د قره باغ په نښتو کې وژل شوي دي. ترکيه وايي چې دغه ملاتړ، د قره باغ په بحران کې د پوځي دخالت په توګه نه حسابيږي.
د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۲مه) يو ځل بيا د قره باغ د بیرته نیولو له پاره د آذربايجان له مبارزې څخه دفاع وکړه. اردوغان چې د قونيې ښار په مرکز کې يوه روغتون کې غږيده ،وويل چې جګړه به تر هغه وخته ادامه ولري چې د ارمنستان ځواکونه په بشپړه توګه د قره باغ څخه ووځي.
د ترکيې ولسمشر ادعا وکړه چې ارمنستان پر قره باغ سيمه باندې کنټرول، د پراخو وژنو په نتیجه کې ترلاسه کړی دی او جګړه به د دغې سيمې د اشغال تر پایه او د قره باغ بحران تر هوارۍ پورې ادامه ولري.
هغه وويل چې د «دوست او ورور» هيواد آذربايجان پوځ، په دې بریالی شوی چې د جنجالي سیمې يو شمیر برخې په خپل کنټرول کې راولي. اردوغان وويل: «ترکيه په بشپړه توګه او په هره ممکنه وسيله د دوست او ورور جمهوريت، آذربايجان څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.»
په همدې حال کي د فرانسې خبري آژانس د ستپاناکرت څخه د ترکي ملاتړ کونکو لږ تر لږه ۲۸ سوريايي ملیشو د وژل کيدو رپوټ ورکړی دی. ستپاناکرت ښار د قره باغ جمهوريت پلازمينه ده چې نړيوالو بنسټونه په رسميت پيژندلی نه دی.
د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د ترکيې له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د قره باغ بحران ته د دغو ځواکونو د استولو په اړه وضاحت ورکړي. ماکرون د اروپايي اتحاديې د مشرانو او رهبرانو په غونډه کې هم د ترکيې دغه اقدام، «له سرې کرښې څخه اوښتل» وښودل.
د خپرو شوو رپوټونو پراساس، د آذربایجان او ارمنستان تر منځ جګړه کې تر اوسه پوری لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي دي. همدارنګه د تيرې يوې اوونۍ جګړو په جريان کې ۳۲ تنه ملکیان هم وژل شوي دي.
د دغې جګړې د پای ته رسولو په خاطر پر بین المللي ډیپلوماتیکو هڅو او تر څنګ یې د سولې په مذاکراتو کې د ارمنستان پر امادګۍ سربیره، په قره باغ کې لا جکړه دوام لري.
دویچه وله ف/م.ک.ص./م.ق.ن.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم(26.07.2020):