1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیې او یونان کي ویجاړوونکې اورلگیدنه ادامه لري

۱۴۰۰ مرداد ۱۶, شنبه

په یونان کي د سختو اورلگیدنو په دوام، د دغه هیواد د پلازمینې هوا ډیره ککړه سوې ده. همدارنگه د ترکیې په جنوب کي هم ډیری کسانو خپله شتمني له لاسه ورکړې.

https://p.dw.com/p/3ygHw
Waldbrände in Griechenland
انځور: Lydia Veropoulou/ANE/Eurokinissi/picture alliance

په یونان کي د اورلگیدنو په دوام، له درو ورځو راهیسي د پلازمیني آتن هوا په لوگيو او ایرو ککړه سوې ده. چارواکو د دغه څو میلیوني ښار له اوسیدونکو څخه غوښتي چي خپلي کړکۍ تړلي پریږدي او له کور څخه ونه وځي. د تیري شپې په اوږدو کي د آتن شمال د اور په لمبو کي سوځیده.

د آتن د ښاروال مرستیال واسیلیس کوکالیس نن شنبه په دولتي تلویزیون کي وویل: »که نن د دغه اور په راگرځولو بریالي نه سو، نو له سختي ستونزي سره به مخامخ سو«. تر اوسه پوري د باد بهیر د نوموړي اورلگیدني لمن لا پسي پراخوي. خو اوس ویل کیږي چي تیره شپه او نن سهار دغه باد یو څه راکم سوی او دا کار به د یونان په شمال کي د اورلگیدنې مهارولو ته زمینه برابروي.

Waldbrände in Griechenland
په یونان کي بیلابیلي سیمي د اور په لمبو کي سوځيانځور: Michael Pappas/AP Photo/picture alliance

په سږني دوبي کي ډیره وچه او گرمه هوا د اروپا په جنوب کي ددغو اورلگیدنو اصلي دلیل شمیرل کیږي. په عین حال کي گومان کیږي چي ځینو سیمو ته په قصدي ډول اور اچول سوی وي. په دې ترڅ کي کوکالیس ویلي چي درې تنه د ځنگلونو د قصدي اوراچوني په تور نیول سوي دي.

د یونان په دوهم لوی ټاپو ائوبویا او همدارنگه د پیلوپونس په ټاپووزمه کي د المپیا او سپارتا تاریخي ځایونو ته نیژدې هم پراخي اورلگیدني ادامه لري.

له اوکراین ، رومانیا او قبرس څخه ژغورونکې عمله په یونان کي د اورلگیدنو د مهارولو په برخه کي مرسته کوي. همدارنگه فرانسې، سویس، سویدن او کروشیا هم د اوروژني هلیکوپترونه او الوتکي په اختیار کي ورکړي دي.

Türkei | Waldbrände | Bewohner | Sabahat Karabacak
په ترکیه کي هم خلکو خپل هرڅه له لاسه ورکړيانځور: Serkan Ocak/DW

په ترکیه کي هم له یوولسو پرله پسي ورځو راهیسي اورلگیدنه په خپل ټول قوت سره ادامه لري. په دغه اورلگیدنه کي تر ټولو زیات د انتالیا، مرماریس، بودروم او میلاس سیمي زیانمني سوي دي. په میلاس کي د اور لمبې د اوسیدو هغو څو ځایونو ته رسیدلي چی مخکې تخلیه سوي ول.

ډیریو کسانو د دغه ناورین له امله خپل ټول هست ونیست له لاسه ورکړي دي. د زیتون د باغونو او ځنگلونو پراخي سیمي په بشپړ ډول سوځیدلي دي. تر اوسه پوري په ترکیه کي ددغي اورلگیدني له امله د اتو کسانو وژل کیدل تأيید سوي دي.

(dpa) / gp/ns