قهرجنو ترکانو په انقره کي د سوریایانو پرمغازو باندي حملې کړي
۱۴۰۰ مرداد ۲۲, جمعهدغه خبر ترکي رسنیو ورکړی دی او له تلویزيونو څخه په خپرو سويو ويډيوګانې کې هم دغه څه ليدل کيږي. د ترکي سرې میاشتي مشر کیریم کینیک په خپله تويتر پاڼه کي لیکلي دي چي یوه سوریايي نجلی په سر کي زخمي سوې ده.
د «دیوا» په نوم ګوند څخه د پارلمان وکیل، الماني - ترکي، مصطفی ینیروغلو پخپل تویتر کي لیکلي، چي یو موټر چپه پروت ؤ، د یوه دوکان هنداري ماتې وې او ورڅخه یې اموال چور سوي دي. په همدې حال کي د انقرې د ولایت مقام په همدې ماښام ناوخته اعلان وکړ، چي حالت تر کنټرول لاندي راغلی دی.
د دغو حملو او الې ګولې علت د یوه ۱۸ کلن ترکي وژل وه، چي د یوې ترکي رسنۍ په حواله شک کیږي، یوه سوریايي په چاړه وهلی وي.
د ترکي خبري آژانس، انادولو په حواله د سه شنبه په ورځ د انقرې د التينداغ په ناحیه کي د دوو رقیبو ډلو ترمنځ د نامعلومو دلایلو پراساس کشمشکشونه رامنځته او دوه تنه پکښي زخمیان سول.
د چهارشنبه په ورځ بیا یو ۱۸ کلن ترکی د خپلو زخمونو څخه مړ سو. د همدغه اژانس د معلوماتو پر اساس دوه شکمن مجرمین، چي خارجي ریښه یې درلوده، نیول سوي دي.
د یادولو وړ ده، چي ترکیې د نړی په سطح تر ټولو ډیر مهاجرینو ته پخپله خاوره کي ځای ورکړی دی. یوازی تقریبأ ۳،۶ ملیونه سوریایان دغه هیواد ته ورتښتیدلي او پناه یې اخیستې ده. پردې سربیره د نورو هیوادونو لکه افغانستان څخه هم په سلهاوو زره کسان ورمهاجر سوي دي.
د بلي خوا په دې څو وروستیو اونیو کي په ترکیه کي د مهاجرینو پرضد حساسیت او مخالفت ډیر سوی دی. د نورو ترڅنګ په اجتماعي شبکو کي د افغانانو داسي ویدیو ګاني لاس پر لاس کیږي، چي په غیر قانوني ډول سره د ایران د لاري ترکیې ته راځي.
د ترکیې لوی اپوزیسوني حزب، CHP په دې وروستیو وختونو کي د مهاجرینو پر ضد خپله لهجه تنده کړې ده. ددغه ګوند مشر، کیمال کلیج داروغلو اعلان کړی دی، چي که یې حزب قدرت واخلي، هغه به ټوله مهاجرین بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته ولیږي.