المان: نږدې ۱۶۰۰۰ رد شوي ترکي اتباع باید اخراج شي
۱۴۰۳ مهر ۲۸, شنبهد کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره د المان فدرالي ادارې (BAMF) ویاندې د المان خبري آژانس dpa د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې د سپټمبر میاشتې په پای کې په المان کې نږدې ۱۶زره داسې ترکي اتباع موجود ول چې باید له دغه هیواد څخه اخراج شوي وای.
د بامف په حواله د ۱۵۷۸۹ رد شویو مواردو له ډلې څخه ۱۲۸۳۵ ترکي اتباعو یې د دولدونګ یا د زغمل کیدو اسناد درلودل. په دې ترتیب سره ترکي اتباع له دغه هیواد څخه په اخراج د مکلفو کسانو ۷ سلنه برخه تشکیلوي.
د دغو رد شویو کسانو بیرته ستنول به په استانبول کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره نن (شنبه د اکتوبر ۱۹ نیټه) تر غرمې وروسته د المان د صدراعظم اولاف شولڅ د خبرو اترو د اجنډا په سر کې ځای ولري.
د المان د کورنیو چارو وزارت په حواله د ۲۰۲۴ م کال په لومړۍ نیمایي کې په مجموع کې ۴۴۱ ترکي اتباع له المان څخه دغه هیواد ته اخراج شوي دي. په ۲۰۲۳م کال کې بیا ۱۳۰۰ ترکي اتباع له المان څخه دغه هیواد ته بیرته سپارل شوي ول.
د المان حکومت غواړي د رد شویو پناه غوښتونکو اخراجونه ډیر کړي او په دې برخه کې یې له انقرې سره په خبرو اترو کې د پرمختګ خبر هم ورکړی دی.
تر سوریې او افغانستان وروسته تر ټولو ډیر ترکي اتباع په المان کې د پناه غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې ډیر لږ شمیر له دغو پناه غوښتونکو په المان کې د پاتې کیدو چانس یا مثبت ځواب ترلاسه کوي.
په روان میلادي کال کې د ترکي اتباعو له پاره د حفاظت ترلاسه کولو شاخص ۱۰ سلنه وو په داسې حال کې چې په مجموع کې د دغه شاخص اوسط ۴۶،۱ سلنه وي.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح