انځورونه: د اروپا په ځنگلونو کي اور لگيدني
له څو مياشتو وچکالۍ او سختي تودې هوا له کبله چې د حرارت درجه ۴۵ ته رسېدلې، د اسپانيا، پرتگال او فرانسي په ځنگلونو کي سخت اورونه لگيدلي دي. په ټوله اروپا کي کابو ۹۰۰ زره هکټاره ځمکه سوځېدلي. انځورونه يې دلته کتلی شئ.
د پرتګال په مرکزي سیمو کې په دې وروستیو اونیو کې څو ځايه اور اخيستی. د اور مړ کولو له پاره تر ۳۰۰ زره زیات اور وژونکي او په زرونه سیمه ایزو خلک لاس په کار شوي دي.
يوازې په یوه اونۍ کې په پرتګال کې لس زره هکټاره ځنګل وسوځل شو. تر اوسه پورې ۱۶۰ کسان ژوبل شوي دي چې ۷۰ یې د اور وژني يا اطفايي کارکونکي دي.
په پرتگال کې تر اوسه نژدې ۲۰۰ کوچنۍ او ستري اورلګيدني شوي دي.
په دې اونۍ کې د پرتګال په تاریخ کې د لومړی ځل له پاره د ۴۷ درجو تودښت ثبت شو. تر اوسه د پرتګال ۳۸۵۰۰ هکټاره ځنګلونه د اور لگيدنې له امله له منځه تللي، چې د تیر کال په پرتله ۳۵ په سلو کې زیاتوالی ښيي.
په فرانسه کې د تالندې او بريښنا له کبله د سیمې په ځنګلونو کې اورونه لگيدلي چې درې زره او پنځه سوه هکټاره ځنګل له منځه تللی دی.
د «بوردیو» په سیمه کې د ځنګلونو دوه نوري اور لگيدني له کنټروله وتلي وې او تر زرو زیاتو اور وژونکو هڅه وکړه چې په دریو ورځو کې اور کنترول کړي.
۴۰ درجې تودښت او باد د فرانسې په ځنګلونو کې د اور وژنې عملیات ستونزمن کړل. په روان کال کې په فرانسه کې څه د پاسه درې زره اته سوه هکټاره ځنګل سوځول شوی دی.
په فرانسه کې د کلیو نږدې لس زره اوسېدونکي اړشول چې خپل استوګنځایونه پریږدي او خوندي سیمو ته ولاړ شي.
د اسپانيا په ځنګلونو کې ۱۸ لوی اورونه لگیدلي ول. د مالاګا په کوستا دل سل سیمه کې تقریباً ۲۳۰۰ کسان له خپلو کورونو خوندي ځایونو ته و ليږدول شول.
د کوستا دل سل په سیمه کې اور یوازې په څو ساعتونو کې زر هکتاره ځنګل وسوځاوه.
د اور وژنې په عملیاتو کې ۲۰۰ اور وژونکي، ۱۵ څرخي الوتکي او د اوبه شیندلو چورلکي فعاليت کوي.
د ترکيې (په انځور کي) یونان، ایټالیا او کروشیا په ځنگلونه کې هم اورونه لګېدلي دي. د ځنګله يو هکټار تقريباً ۲۰ کاله وخت نیسي چي بيرته خپل پخواني حالت ته راځي.