په المان کې کې افغانانو ته د شري پر ضد واکسیناسیون پروګرام
۱۴۰۰ شهریور ۲۶, جمعهد آلمان په رامشتاين کې د امريکا متحده ايالاتو په پوځي اډه کې، طبي کارکونکو د افغان مهاجرو له پاره چې په دې وروستيو څو اونيو کې له کابل څخه دغه پوځي اډې ته ليږدول شوي، د شري واکسيناسیون پيل کړی دی.
په دې ځای کې په زرونو مهاجر د امريکا په لور سفر کولو ته په انتظار کي دي. دغه واکیسناسیون د امريکا د روغتیايي ادارې (CDC) په سپارښتنه تر سره کيږي. شرې د انسانانو د ناروغیو تر ټولو ساري ناروغي ده.
د امريکا د دفاعي چارو وزارت وياند جان کربی، د دوشنبې په ورځ ويلي وو،چې تر اوسه په امريکا متحده ايالاتو کې د افغان مهاجرو په منځ کې، چې په دې وروستيو کي له افغانستان څخه انتقال شوی دی، د شري پنځه ناروغۍ تشخيص شوي دي. دغه کسان په قرنطین کي دي.
له رامشتاين څخه رپوټ ورکړل شوې چې په دغه ځای کې يوه د شري ناروغۍ پېښه تائيد شوې ده او مسؤلينو هغه ناروغ له خپلې کورنۍ سره، له نورو مهاجرو بيل کړې دې. په پام کې ده په ټوليزه توګه ۹۰۰۰ افغان مهاجر د امريکا متحده ايالاتو په دغه اډه کي واکسین شی. ويل شوي چې دا واکسيناسیون امکان لري څو ورځي دوام وکړي. له همدې کبله د افغانستان څخه له خطر سره مخ افغانان چې دغه ځای ته انتقال شوي وو، اوس يې امريکا متحده ايالاتو ته سفر راتلونکي اونۍ ته ځنډيدلی دی.
په آلمان کې رامشتاين د امريکا متحده ايالاتو تر ټولو ستره پوځي اډه ده. دغه اډه له يوې بلې پوځي اډې سره چې د اماراتو په قطر کي ده د افغانانو د انتقال له پاره تر ټولو ستر لوژيستکي مرکز دې چې د امريکا متحده ايالاتو پوځ د طالبانو تر واکمن کيدلو وروسته په نظامي الوتکو کې افغانان له افغانستان څخه بهر ته ليږدولي دي.