1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د ناروې کمیټې ته د سویډن کمیټې د فعالیتونو سپارل

۱۴۰۳ آبان ۳۰, چهارشنبه

د سويډن کمېټې اعلان کړی دی چې په افغانستان کې د خپلو فعاليتونه لويه برخه چې په هغو کې له معلولینو څخه ملاتړ او د قابله ګانو روزنه شاملیږي، د ناروې کمیټې ته وسپارله.

https://p.dw.com/p/4nCI5
د سویډن کمیټې ویلي دي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو له پاره د نوو لارو چارو په لټه کې ده.
په افغانستان کی د ناروې کمیټې ته د سویډن کمیټې د فعالیتونو سپارلانځور: DW/H.Hashimi

د سویډن کمیټې د سه شنبه په ورځ ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دي چې په افغانستان کې یې خپل د فعالیتونو لویه برخه چې په هغو کې له معلولینو څخه ملاتړ او د قابله گانو روزنه شاملیږي، د ناروې  کمیټې ته وسپارله.

دغې کمیټې زیاته کړې ده چې د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۱مه  په افغانستان کې د «سویډن د فعالیتونو» د بندیز په هکله د طالبانو د امر له مخې دغه ډول پریکړې کولو ته مجبور سوي دي.

طالبانو په سویډن کې د قرآن پاک د نسخو د سوځولو پیښو ته په غبرگون، په افغانستان کې د سویډن د کمیټې فعالیتونه بند کړل، دا په داسي حال کې ده چې د سویډن کمیټې د قرآن پاک سوځول غندلي وه او دغه کمیټه د سویډن له حکومت سره هیڅ ډول اړیکه نلري.

د سویډن د کمیټې په اعلامیه کې راغلي دي چې دغې کمیټې، له معلولینو څخه د ملاتړ، د قابله گانو د روزنې او د روغتونونو او کلینیکونو د مدیریت برنامې د ناروې کمیټې ته سپارلي دي. علاوه پردې، نوموړې کمیټې خپل د روزنې برنامې د روزنې ولایتي ادارو ته سپارلي دي.

د سویډن کمیټې په دغه اعلامیه کې ټینگار کړی دی چې اوس هڅه کوي په افغانستان کې د دغو فعالیتونو د پرمخ بیولو له پاره د ناروې له کمیټې څخه مالي ملاتړ وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې ورسپارل سوي فعالیتونه ادامه پیدا کوي.

د سویډن کمیټې ویلي دي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو له پاره د نوو لارو چارو په لټه کې ده.

د سویډن کمیټې په دغه اعلامیه کې څرگنده کړې ده چې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ له پاره به د اولسي او سیاسي مشارکت د راجلبولو په برخه کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

د سویډن په پایتخت، ستوکهولم کې له مسجد څخه دباندي د یوه عراقي الاصله مهاجر له خوا د قرآن شريف د سوځولو پیښې په اسلامي نړۍ کې سخت احتجاجونه را وپارول.

په افغانستان کې د سویډن کمیټې د روان کال د مارچ میاشتې پر ۱۹ مه ددغې کمیټې د بندلو په هکله د طالبانو د امر له مخې خپل ټول فعالیتونه په ټپه ودرول.

په افغانستان کې یو وار بیا واک ته دطالبانو له رسیدو راهیسي، په دغه هیواد کې مرستندویه سازمانونه د ښځو پر کار باندې د بندیز په شمول د یو لړ نورو محدودیتونو له امله له ستونزو سره مخامخ سوي دي.

د ځینو دغو سازمانونو فعالیتونه راکم سوي او یا هم په ټپه دریدلي دي.

GP/BS/Ebrahimkhil, Shakila