اردوغان د طالبانو له مشرانو سره د ملاقات وړاندیز کړی
۱۴۰۰ مرداد ۲۱, پنجشنبهاردوغان د چارشنبه په ورځ د CNN Türk تلویزیوني رسنۍ ته وویل :»وروستي تحولات او د افغان اولس حالت واقعاً د اندیښنې وړ دی. له همدې کبله ترکیه له طالبانو سره د خبرو اترو کولو په لټه کی ده«. اردوغان وویل : »ښایی حتی زه وکولای سم له هغه چا سره ووینم چي د هغوی مشر دی«.
اردوغان مخکی هم اعلان کړی وو چي د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتلو په هکله به له طالبانو سره خبري اتري ترسره کړي. انقرې په اصل کي توافق کړی وو چي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته به د کابل نړیوال هوایی ډگر امنیت پرغاړه واخلي. خو ترکیې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د ديپلوماتيکي، مالي او لوژیستیکي ملاتړ غوښتنه کړې وه. په دې هکله د انقرې او واشنگټن ترمنځ تر لا خبرې اترې دوام لري او تر اوسه کوم توافق نه دی رامنځته شوی.
له افغانستانه د امریکایي او د ناټو د نورو ځواکونو د وتلو د بهير له چټیکيدو سره، طالبانو په تیرو څو میاشتو کي د هیواد ډیری سیمي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي.
GP/BS/AG