WHO: اتیا میلیونه ماشومان د پولیو له واکسینه محروم دي
۱۳۹۹ آبان ۳, شنبهد روغتیا نړیوال سازمان WHO د اکتوبر میاشتې په ۲۴ نیټه د پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل رپوټ کې ویلي دي« ۲۰۲۰م کال به تر اوسه پورې د هغو نارينه او ښځو له پاره تر ټولو سخت کال وي چې په نړیواله کچه د دغې ناروغۍ د لمنځه وړلو له کار کوي.»
همدا د اګست په میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان او افریقایي هیوادونو د افریقا په لویه وچه کې د وحشي ډوله ویروس له امله رامنځته کیدونکي دغې ساري ناروغۍ د ختمیدو اعلان کړی وو.
په دې توګه نو پولیو یوازې په دوو هیوادونو کې د یوې ستونزې په توګه باقي پاتې دی چې هغه عبارت دي له افغانستان او پاکستان څخه.
خو د WHO په حواله د پولیو یا د ماشومانو د ګوزن د واکسین له ډول څخه نادرې پيښې د یمن، سوډان او جنوبي سوډان په هیوادونو کې رامنځته شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر میاشتې ۲۴ نیټه د پولیو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ نومولې ده، خو د آلمان د اقتصاد او پراختیا وزارت بیا دغه ورځ د اکتوبر میاشتې په ۲۸ نیټه لمانځي.
آ./ش.ن./ا.ا.